د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداګره چې د 'مچیو مور' په نوم مشهوره ده


غونچه ګل کریمي
غونچه ګل کریمي

د هرات ښار اوسیدونکې غونچه ګل کریمي چې د شاتو د مچیو کاروبار کوي، د نارینه لباس اغوندي او وايي له دې امله یې ورځنۍ چارې اسانه کیږي. دا مېرمن په افغانستان کې د داسې ورځې تمه لري چې ښځې د کور دباندې د کار کولو دپاره د خپل هویت پټولو ته مجبورې نه وي.

میرمن کریمي کار ته د تللو پرمهال تور پټکی په سر کوي. وايي، په افغانستان کې سره له دې چې مېرمنې "د غرونو په اندازه ستونزو او خنډونو" سره مخامخ دي، غواړي چې په هیواد کې پاتې شي، له دغو خنډونو سره مبارزه وکړي او د روان وضعیت او ټولنیزو فشارونو سره سره خپل د شاتو کاروبار ژوندی وساتي.

هغه وايي: "کله چي د نارینه په لباس کې ځم راځم. خلک نه پوهیږي چې نارینه یم که ښځه. په اسانۍ سره خپل کار تر سره کوم."

دا ۳۶ کلنه مېرمن هره ورځ په خپل موټرسایکل باندې کار ته ځي. د هغې د شاتو د مچیو فارم د هرات ښار په ۲۵ کیلو مترۍ کې په یوه کلي کې دی. مېرمن کریمي د خپل مېړه سره د شاتو د مچیو کار له ۶۵۰۰ افغانیو پیل کړ او اوس یې سرمايه له ۴۰۰ زرو اوښتې ده او د لا زیات پرمختګ تمه لري.

وايي، د کلي ماشومان ورته "د مچیو مور" وايي او تمه لري چې یوه ورځ په ټول افغانستان او نړۍ کې په دې نوم شهرت ومومي.

د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو واکمنېدو د افغانستان پر اقتصاد خورا بد اغیز وکړ او د نورو کاربارونو په څیر د مېرمن کریمي د شاتو د مچیو کاروبار هم اغېزمن کړ. د هغې مېړه د کار موندنې دپاره د افغانستان یوه ګاونډي هېواد ته ولاړ او دا له خپلو اوو ماشومانو سره یوازې پاتې شوه. خو مېرمن کریمي حوصله و نه بایلله، د نارینه جامه یې پر تن کړه او په یوازې توګه یې خپل کاروبار ته ملا وتړله.

کریمي وايي، ټولنه د نارینه ترڅنګ ښځو ته هم اړتیا لري او پکار ده چې د افغان ښځو پر وړاندې ایجاد شوي خنډونه لرې شي.

خو په افغانستان کې دا وخت د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لیسو دروازې تړلي دي او له ډیرو ښځو څخه د کار حق اخیستل شوی دی. طالبانو په تېر یوه کال کې ډېری داسې قوانین عملي کړي دي چې د دوی د ۱۹۹۰مې لسېزه له واکمنۍ سره ورته والی لري. اکثره کاروباري مېرمنې چې ددې فرصت یې درلود، له هېواده وتلي دي، او نورې هغه چې لا تر اوسه په افغانستان کې پاتې دي، ددغه وضعیت د بدلون غوښتنه کوي.

مېرمن کریمي وویل: "متاسفانه ډیرې ښځې کار ته نه پرېښودل کیږي. ښځې له کوره وتلو څخه وېره لري." خو دا وايي، موجودو ستونزو او خنډونو ته نه تسلیمیږي او غواړي چې کار وکړي.

مېرمن کریمي دا وخت د شاتو د مچیو د درې فارمونو څښتنه ده او په افتخار سره وايي چې د کلي ماشومان ورته "د مچیو مور" وايي. هغه خپل د فارم شات په نیم کیلويي بوتلونو کې اچوي او وايي د بازار خوند د تیرو کلونو په څېر ندی پاتې.

XS
SM
MD
LG