د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې چاودنې ٣۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


په هرات کې امنیتي مسئولین وایي چې په یو موټرسایکل کې د ځاې پر ځاې شویو چاودیدونکو توکو د چاودیدو له کبله څلور کسان وژل شوي او ۲۵ نور ملکي کسان ټپي شوي دي.

د هرات د امنیې قومندانۍ د رسنیو د برخې مسئول، فرزاد فروتن وایي چې دغه پیښه د دوشنبې په ورځ د جولاې پنځمه نیټه (زمري ۱۴) د هرات په حاجي عباس سیمه کې شوې ده. پدغه سیمه کې تل د خلکوګڼه ګوڼه ډیره وي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب، عارف جلالي امریکا غږ ته په دغې پیښه کې د ۴ کسانو وژل کیدل او ٣٠ نورو ټپیان کیدل تائید کړي دي او ویلي یې دي چې ګڼ شمیر ماشومان او ښځې هم په کې شاملې دي.

ډاکټر جلالي د ځینو ټپي شویو کسانو وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغې پیښې مسئولیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG