د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې جګړه؛ د هشتګ له جوړولو تر تکبیر نارې پورې


د هرات ښار په څنډو کې د جګړې په دوام سره ددې ولایت یو شمیر ځوانانو په ټولنیزو رسنیو کې د هشتګ په ایجادولو سره هڅه کوي ددې ولایت وضعیت نړیوالو ته انځور کړي او د نړیوالې ټولنې پاملرنه راواړوي.

دغه ځوانان وایي چې د #قیام_هرات په کارولو سره هڅه کوي له یو پلوه د افغانستان په حکومت فشار راوړي چې د طالبانو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او له بل پلوه په ټولنیزو شبکو کې د ناسمو معلوماتو په ضد مبارزه وکړي.

د هرات پوهنتون استاد فیصل کریمي وایي ددې هشتګ کارونکي هڅه کوي چې په ټولنیزو شبکو کې د هرات په ترویجولو سره د هرات د خلکو د عدالت غوښتنې غږ نړیوالو ته ورسوي او پدې ولایت کې د جګړې د کړکیچ ژورتیا په ډاګه کړي.

د څو ورځو راپدیخوا د هرات ښار په څنډو او ددې ښار په ځینو برخو کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو او پاڅونوالو د طالبانو په ضد سختې جګړې کړي دي.

پدې ترڅ کې د هرات ولایت مقامات وایي چې له مرکز څخه د تازه دمو ځواکونو په رارسیدو سره د طالبانو پر ضد بریدونه تند شوي دي.

د هرات والي صبور قانع وایي د هرات ښار له څنډو څخه د طالبانو د ایستلو لپاره یو لوی هوایي او ځمکني عملیات تر سره کیږي.

د هرات والي د سه شنبې په ورځ اګست درېیمه (زمري ۱۲) وویل چې واځې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۲ وسله وال طالبان د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او شاوخوا ۳۰ تنه نور طالب جنګیالي ټپیان شوي دي.

ددې سره جوخت په هرات کې د خلکو د پاڅون مشر محمد اسماعیل خان، وایي چې پدې ولایت کې اوسنۍ جګړه د طالب او د افغانستان د حکومت جګړه نده بلکې د افغانستان د ملت په وړاندې د پاکستان جګړه ده.

تیره شپه د هرات په زرګونو اوسیدونکي د "الله‌اکبر" په نارو سره د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هراتیانو د تکبیر نارې په غبرګون کې وویل: "د هرات خلکو دا واقعیت په لوړغږ وښود چې د الله اکبر د شعار استازیتوب کوي."

په ټولنیزو شبکو کې ددې پیښې ویدیوګانې په پراخه توګه لاس په لاس ګرځي.

XS
SM
MD
LG