د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې یوې چاودنې اته تنه ووژل


د هرات ستر جامع جومات
د هرات ستر جامع جومات

د هرات د ښار د جامع جومات مخ ته د ماین په یوې چاودنې کې اته تنه وژل شوي او ١۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت ویاند جیلاني فرهاد وایي دغه چاودنه په ځايي وخت مازدیگر د هرات ښار د جومات د دروازې مخ وشوه.

ښاغلي فرهاد وویل چې تر اوسه ددې چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم او د موضوع په هکله د پولیسو پلټنې روانې دي.

یو شمیر عیني شاهدان وایي چې چاودېدونکي توکي په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو او بیا چول شوي دي.

دوی دا هم وایي چاودنه د هرات د جامع جومات د موټرو په پارکینگ کې شوې ده. تر اوسه ددې پیښې مسؤلیت چا نه دی اخیستی.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند رفیق شیرزی وایي تر اوسه دوی ته د پیښې له ځایه اوه مړي او ١٥ ټپیان انتقال شوي دي.

ښاغلی شیرزی وایي په ټپیانو کې څو ښځې او ماشومان هم شامل دي او د دریو تنو ټپیانو وضیعت ښه نه دی.

د هرات والي محمد اصف رحیمي دا تروریستي پیښه سخته غندلې او ویلي یې دي چې دا د هغو کسانو کار دی چې ددې ولایت امنیت، سوکالي او ثبات نشي لیدلی.

ښاغلي رحیمي امیني قواو ته امر کړی چې د پیښې د عاملینو جدي او پراخه پلټنه وکړي.

د روان شمسي کال له پیل راهیسې دا د هرات په ولایت کې لومړنۍ چاودنه ده.

رپوټ: د امریکا غږ خبریال خلیل نورزایي

XS
SM
MD
LG