د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات امنیت هم افغانانو ته وسپارل شو


د هرات امنیت هم افغانانو ته وسپارل شو
د هرات امنیت هم افغانانو ته وسپارل شو

ناټو ځواکونو نن د هرات د ښار امنیتی قومنده افغان ځواکونو ته وسپارله. د قومندنی د سپارلو د مراسمو د امنیت لپاره په هرات کې کلک تدابیر نیول شوي وه.

افغان ملي پوځیانو او پولیسو په ښار کې او د امنیت د انتقال د مراسمو سیمې ته نږدې ټول خلک او موټران په ځیر څارل او تلاشي کول.

هرات د افغانستان د پلازمینې کابل څخه ۶۴۰ کیلومیټره لرې پروت دی او له ګاونډيو ایران او ترکمنستان سره پولې لري.

طالبانو ګواښ کړی دی چې د ترهګریزو بریدنو په ترسره کولو سره به له بهرنیو ځواکونو و افغان ځواکونو ته د امنیت د چارو د سپارلو لړۍ ګډه وډه کړي. طالبانو په تیرو څو ورځو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ځانوژونکې بریدونه او چاودنې ترسره کړې چې د چارواکو په وینا عامو خلکو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د افغان پوځ یو سرتیری نصرت یار خان بیا وايي چې دوې پخپله د امنیت ساتلو لپاره پوره چمتوالی لري.

"نن مونږ ډیر خوشاله یو چې د بهرنیو ځواکونو نه د خپل هیواد د مسولیت چارې په غاړه اخلو او په دې ویاړو چې زمونږ د هیواد ځواکونه د امنیتي مسولیت د اخیستلو دپاره په کافي اندازه ځواکمن دي".

د هرات د ښار اوسیدنونکي جمع ګل هم ددغه بهیر نه خوشالي څرګنده کړه او ورته یې ښه راغلاست ووایه.

"مونږ د هغې پریکړې هرکلی کوو چې په ترڅ کې به یې افغان ځواکونه د خپل هیواد د امنیت د ساتلو مسولیت د بهرنیو قواوو نه واخلي او هیله لرو چې دوي به د دې ځواکمنتیا پیدا کړي چې خپل هیواد او هیوادوالو ته خدمت وکړي".

د یادونې وړ ده چې د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو د افغانستان د ملي پوځ او پولیسو شمیر زیاتوي او ورته روزنه ورکوي په دې هدف چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې به د افغانستان نه بهرني محاربوي ځواکونه ووځي.

له بامیانو، مهترلام او لشکرګاه وروسته هرات څلورمه هغه سیمه ده چې د امنیت مسوولیت پکښي افغانانو ته سپارل کیږي. ټاکل شوې ده چې د کابل، پنجشیر او مزارشریف د امنیت مشري هم ډیر ژر افغانانو ته ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG