د لاس رسي وړ اتصالات

سولې شورا: اسلامي حزب سره د سولې موافقه سبا لاسلیک کیږي


د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې خبرې درې میاشتې وړاندې پیل شوې وې
د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې خبرې درې میاشتې وړاندې پیل شوې وې

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، که کومه جدي پېښه رامنځ ته نشي، له اسلامي حزب سره به د سولې موافقه سبا لاسلیک شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا او د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي ترمنځ د درې میاشتو خبرو وروسته ټاکل شوې چې سبا دواړه خواوی د سولې موافقه لاسلیک کړي.

د شورا د مشر د دفتر رئیس عبدالولي نعیمي امریکا غږ ته وویل، نن له غرمې وروسته به روښانه شي چې سبا له اسلامي حزب سره په کوم ځای کې او په څو بجو د سولې موافقه لاسلیک شي.

ښاغلي نعیمي وویل "که تر سبا پورې کومه داسې جدي پېښه، چې د موافقې د لاسلیک وخت ته زیان ونرسوي، رامنځ ته نشي، نو له اسلامي حزب سره به د سولې موافقه سبا لاسلیک شي".

که څه هم تر اوسه په رسمي توګه د سولې عالي شورا د سولې د موافقې د لاسلیک کوونکو نومونه نه دي په ډاګه کړي، خو د دغې موافقې د متن یوه کاپي چې امریکا غږ ترلاسه کړې په پای کې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر انجنیر محمدامین کریم، د سولې د عالي شورا د پلاوي مشر مولوي عطاالرحمان سلیم او د افغان حکومت په استازیتوب د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د لاسلیکونو لپاره خالي ځایونه پرېښودل شوي دي.

دغه راز، د دغې مسودې په وروستۍ برخه کې د سولې د عالي شورا د رئيس پیر سید احمد ګیلاني، د اسلامي حزب د امیر ګلبدین حکمتیار او د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني نومونو ته ځای ورکړل شوی، چې په وروستي پړاو کې به د دغو لوپوړو چارواکو له خوا د سولې موافقه لاسلیک او نافذه شي.

که څه هم لا تراوسه په رسمي توګه معلومه نه ده چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار به د افغانستان په کوم ولایت کې استوګنه غوره کړي، خو امریکا غږ ته یوې سرچینې وویل، چې په ننګرهار ولایت کې د هغه پر اوسیدو سلاء شوې ده.

د سولې په موافقه کې اصلاحات

د افغان حکومت او د اسلامي حزب تر منځ د سولې د موافقې مسوده د پخوا په څیر په درېو فصلونو او پنځه ویشتو مادو کې ترتیب شوې ده.

د سولې د موافقې نوې مسوده له پخوانۍ هغې سره زیات توپیر نه لري. یوازې د جملو د جوړښت او د کلمو د کارولو له پلوه په کې اصلاحات راغلي او په همدې توګه په یو شمیر مادو کې پر مسایلو باندې وضاحت ورکړل شوی دی.

د پخوانۍ مسودې په څلورمه ماده کې دواړو خواو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو د نظر یووالی درلود، خو د نوې مسودې د څلورمې مادې په یوه برخه کې راغلي "له افغانستان څخه د بهرنیو پوځي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په تړاو دواړه خواوې خپل ځانګړي لیدلوري لري، په داسې حال کې چې دواړه خواوې په دغې موافقې کې خپلو ژمنو ته په کې درج شوو اوصولو ته کامل التزام لري، د افغانستان اسلامي حزب له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د یو معقول مهالویش غوښتونکی دی".

په یولسمه ماده کې د اسلامي حزب د بندیانو د خوشې کېدو موده له درېو میاشتو څخه دوو میاشتو ته راکمه شوې، چې د موافقې له لاسلیک وروسته د هغه لېست له مخې چې دواړه خواوې ورباندې سلاء شوي دي د اسلامي حزب بندیان بیرته خوشې شي.

دغه راز، په پنځلسمه ماده کې د اسلامي حزب د هغو افسرانو او مامورینو لپاره ترفیع په پام کې نیول شوې، چې پخوا د دولت کارکوونکي وو.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا، د سولې د نړېوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې چې نن رسنیو ته استول شوی ویلي، د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د مذاکراتو د بریالیتوب پای به ژر اعلان کړي.

دغې شورا په خپل پیغام کې ویلي، چې د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ به د سولې موافقه د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني او د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار ترمنځ له لاسلیک وروسته نافذه شي.

XS
SM
MD
LG