د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي حزب یو پلاوی امریکا ته ځي


اسلامي حزب امریکا ته د یو پلاوي د استولو پریکړه په داسې حال کې کړې چې ددغه حزب په مشر د ملګرو ملتونو بندیزونه لا په خپل ځای دي.
اسلامي حزب امریکا ته د یو پلاوي د استولو پریکړه په داسې حال کې کړې چې ددغه حزب په مشر د ملګرو ملتونو بندیزونه لا په خپل ځای دي.

د اسلامي حزب مرکچي پلاوی وايي، چې د دغه حزب یو پلاوی به په نږدې راتلونکې کې د متحده ایالاتو په رسمي بلنه امریکې ته سفر وکړي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمدامین کریم امریکا غږ ته وویل، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره اسلامي حزب په کور دننه او بهر خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د هغه پر وینا، امریکې ته د اسلامي حزب د سفر په اړه بحثونه شوي، خو دا سفر د دغه ګوند په لنډمهالو برنامو کې شامل نه دی.

ښاغلي کریم وویل "تر اوسه د دغه سفر لپاره برنامه جوړه شوې نه ده او وروستې پریکړه یې په اړه شوې نه ده او که وټاکل شوه، چې د اسلامي حزب کوم پلاوی امریکې ته سفر وکړي، نو تاسې به لومړۍ رسنۍ واوسې چې معلومات درسره شریک کړو".

په همدې حال کې د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي غړي عتیق الله صافي امریکا غږ ته وویل، چې دا سفر به ډیر ژر ترسره شي.

د عتیق الله صافي پر وینا دا سفر به د اسلامي حزب د سیاسي کمېټې رئیس غیرت بهیر په مشرۍ د یو څلور کسیزه پلاوي له خوا ترسره شي.

ښاغلي صافي وویل، چې د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې له لاسلیک وروسته، د اروپا اتحادیې او یو شمیر نورو هیوادنو په ګډون د اسلامي حزب څخه بلنه کړې چې یو یې د امریکا متحده ایالاتو هیواد دی.

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت واشنګټن ته د اسلامي حزب د پلاوي د سفر په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

د اسلامي حزب مشر په داسې حال کې امریکا ته د خپل د پلاوي د استولو پریکړه کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د بروکسل په غونډه کې د خپلې وینا پر مهال د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ روغه جوړه د سولې لپاره یو ماډل یاد کړ، خو ګلبدین حکمتیار یې په افغانستان کې یوه 'بدنامه څیره' وبلله.

دغه راز، د امریکې د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې د سولې موافقه د اسلامي حزب مشر ته دا رمینه برابره کړې، چې له سیوري څخه رابهر شي.

د ښاغلي کري د دغو څرګندونو په غبرګون د اسلامی حزب د مرکچي پلاوي مشر محمدامین کریم امریکا غږ ته وویل، که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې له موافقې څخه غوڅ ملاتړ ښودلی، خو د هغه پر وینا ښاغلي کري په خپلو خبرو کې ډيپلوماټیکي اداب تر پښو لاندې کړل.

ښاغلي کریم وویل "موږ هیله لرو هغه کسان چې له موږ سره دوستي کوي، د دوستۍ خبرې وکړي او د سولې د خبرو پر مهال باید د هغوی څرګندونې هم سوله ایزې واوسي، خو موږ په حیرانتیا او بې‌باورۍ سره له ډيپلوماسۍ څخه بهر خبرې واوریدې".

د سولې عالي شورا هم امریکا ته د اسلامي حزب د پلاوي سفر تائید کړی، خو ویلي یې دي، چې دا سفر د اسلامي حزب پر سر د بندیزونو لرې کولو پورې تړاو نه لري.

د امریکا او د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د ګلبدین حکمتیار او اسلامي حزب د لوپوړو غړو نومونو ایستل او له دغه ګوند څخه د بندیزونو لرې کول، د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې یوه مهمه غوښتنه ده.

دا موافقه د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د میزان میاشتې په اتمه نېټه لاسلیک کړه، خو د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار له دې مخکې لاسلیک کړې وه.

XS
SM
MD
LG