د لاس رسي وړ اتصالات

په لبنان کې د حزب الله پر اهدافو د اسراییلي ځواکونو بریدونه

اسراییلي پوځ ویلي چې ځواکونو یې په وروستیو اونیو کې د لبنان په سوېلي ښار بېنت جبیل کې شاوخوا ۲۰۰ د حزب‌الله جنګیالي وژلي او نږدې ۹۰۰ بنسټیز تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.

د پوځ په وینا، په دې کې د ښار لوبغالی هم شامل دی چې د حزب‌الله له‌خوا پکې ماینونه ښخ شوي و.

دا پېښې وروسته له هغې رامنځته کېږي چې د امریکا په منځګړیتوب اوربند د اپرېل په ۱۶مه نافذ شو او بیا د ولسمشر ټرمپ له‌خوا د درېیو اونیو لپاره وغځول شو. سره له دې، دواړه خواوې یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي.

په همدې حال کې، په لبنان کې د امریکا سفیر مایکل ایسا د جمعې په ورځ د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره په ولسمشریزه ماڼۍ کې لیدلي دي. د ولسمشر دفتر ویلي چې په دې لیدنه کې د اوربند او سولې د روانو خبرو په اړه بحث شوی دی. ولسمشر عون له اسراییل سره د مستقیمو خبرو ملاتړ کړی، خو حزب‌الله دا ډول مذاکرات رد کړي دي.

د امریکا سفارت ویلي چې واشنګټن هڅې زیاتوي څو د ټرمپ په منځګړیتوب د لبنان د ولسمشر عون او د اسراییل د لومړي وزیر نتنیاهو ترمنځ مستقیم ملاقات برابر کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم په یوه مرکه کې ویلي چې حزب‌الله د اسراییل او لبنان دواړو لپاره “ستونزه” ده او زیاته کړې یې ده چې دې ډلې لبنان ته “کړاو او ویجاړي” راوړې ده.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د اسراییلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۵۲۱ کسان وژل شوي دي، خو دا نه ده روښانه شوې چې له دې شمېرې څخه څو تنه جنګیالي وو.

له بلې خوا، اسراییل ویلي چې له همدې مودې راهیسې دوه ملکي وګړي او ۱۷ سرتېري یې هم وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG