د لاس رسي وړ اتصالات

حزب الله: د اسرائیلو بې پيلوټه الوتکه مو نسکوره کړه


آرشیف
آرشیف

په لبنان کې حزب الله ډله وایې چې د هغه هېواد په جنوب کې یې د اسرائیلو یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) نسکوره کړې ده.

دغې وسله والې ډلې ویلي چې ډرون یې اوس په اختیار کې دی.

د اسرائیلو پوځ د ډرون د غورځېدو خبر منلی دی خو د لوېدو لاملونه یې څرګند کړي نه دي.

اسرائیلیان وایې چې یو "ساده ډرون" یې غورځېدلی او د معلوماتو د افشا کېدو وېره نه شته

د حزب رهبر حسن نصرالله تېره میاشت خبرداری ورکړی و چې جنګیالي به یې د اسرائیلو بې پیلوټه الوتکې وولي.

حزب الله او اسرائیلو په ۲۰۰۶ کال کې د څو میاشتو لپاره جګړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG