د لاس رسي وړ اتصالات

د رفیق حریري د قتل په تور د حزب الله یو غړي ته د عمري قید سزا ورکړل شوه


د لبنان لپاره ځانګړې محکمې د حزب الله د وسله والې ډلې یو غړی د پخواني صدراعظم د قتل په قضیه کې په عمري قید سزا محکوم کړ.
د لبنان لپاره ځانګړې محکمې د حزب الله د وسله والې ډلې یو غړی د پخواني صدراعظم د قتل په قضیه کې په عمري قید سزا محکوم کړ.

یوې ځانګړې محکمې چې ملګرو ملتونه یې ملاتړ کوي، د حزب الله د وسله والې ډلې یو غړی د لبنان د پخواني صدراعظم رفیق حریري د قتل په تور په عمري قید محکوم کړ.

د لبنان لپاره ځانګړې محکمې نن د جمعې په ورځ، ډسمبر ۱۱(لیندۍ۲۱) د سلیم عیاش په نامه د حزب الله غړي ته د هغه په غیاب کې دا سزا ورکړله.

د حزب الله د وسله والې ډلې دا غړی تر اوسه ندی نیول شوی.

دې ځانګړې محکمې د همدې کال د اګست په میاشت کې د عیاش تر څنګ ۵ نور کسان هم تورن کړي و چې د ۲۰۰۵ کال د فبروري د میاشتې په ۱۴مې هغې چاودنې کې یې لاس درلود چې په بیروت کې وشوه او د پخواني صدراعظم رفیق حریري تر څنګ پکې ۲۱ تنه ووژل شول او ۲۲۶ نور ټپي شول.

د ځانګړې محکمې د قاضي په حکم کې راغلي، " ښاغلي عیاش د ترویزم په کړنې کې برخه برخه اخیستې چې ګڼ شمیر کسان پکې وژل شوي. د هغه نقش د دې برید په کامیابیدو کې مهم و".

د رفیق حریري تر وژل کیدو وروسته په لبنان کې داسې ناورین راغی چې د ۱۹۷۵ نه تر ۱۹۹۹ کالونو پورې د کورنۍ جګړې نه وروسته پدې هیواد کې بې نظیره دی.

XS
SM
MD
LG