د لاس رسي وړ اتصالات

کریم خلیلي: طالبانو له مشرانو سره مو د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي


د سولې عالي شورا له وسله والو طالبانو غوښتي، چې د اوربند موده دې اوږده کړي.
د سولې عالي شورا له وسله والو طالبانو غوښتي، چې د اوربند موده دې اوږده کړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د اختر په ورځو شپو کې اوربند د ټینګیدو له امله د افغان حکومت او د طالبانو له مشرانو مننه کړی او اوربند د مودې د غځیدلو غوښتنه یې ترې کړې ده.

د سولي د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي نن د یکشنبې په ورځ (غبرګولی ۲۷ مه) د کوچني اختر درییمه، چې د وسله والو طالبانو له خوا افغان امنیتي ځواکونو سره د اعلان شوي اوربند وروستۍ ورځ هم ده، له وسله والو طالبانو د اوربند د مودې د اوږدیدو غوښتنه وکړه.

د سولي د عالي شورا رئیس د دغې شورا د یو شمیر نورو چارواکو سره یو ځای یو خبري کنفرانس ته په وینا کې د اختر په ورځو شپو کې د دغې شورا د فعالیتونو په باب خبریالانو ته معلومات ورکړل او وویل، چې د اوربند وروسته د سولې په برخه کې نور اقدامات هم په مخ کې دي.

ښاغلي خلیلي وویل " یو ځل بیا د ملي یووالي د حکومت له مشرتابه او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس غني او د طالبانو د تحریک له مشرتابه څخه هم تشکر کوو او هم ورڅخه غوښتنه کوو، چې اوربند وغځول شي، د اوربند د مودې د اوږیدو په سیوري کې، لکه چې مخکې مې وویل نظریات تبادله کیدلی شي او مونږ باید د بندیانو په اړه هم اقدام وکړو، د دواړو غاړو د بندیانو تبادله د اوربند په سیوري کې زمونږ د پروګرام یوه برخه ده، په ځانګړي دول هغه بندیان، چې د طالبانو تحریک ویلي، چې د محکمې څخه یې ډیر وخت تیر شوی او د ازادۍ په تمه دي، مونږ به دا بهیر ګړندی کړو هیله ده، چې دقیق لیست ترتیب شي".

ښاغلي خلیلي د وسله والو طالبانو سره د سولې د عالي شورا د تماسونو په اړه وویل، چې په روانه اونۍ کې يې د ځینو طالب مشرانو سره، چې هغه یې نومونه وانخیستل ويډیوي تماسونه لرل.

ښاغلي خلیلي وویل " لکه څنګه چې، مې وړاندې وویل، ددې اونۍ په اوږدو کې حتی د نظریاتو تبادله نه د شفاهي ډول حتی د ويډیوي اړیکو له لارې هم د مسایلو په اړه لرلې، د مشرانو سره یې، چې اوس یې د نومونو یادول له وخت وړاندې دي د روان وضعیت او د زندانیانو په اړه خبرې لرلې. دا پخپله د خبرو او بحثونو لپاره د فضا د رامنځ ته کیدو په برخه کې یو ستر ګام دی".

د سولې د عالي شورا رئیس په کابل او یو شمیر ولایتونو کې ښارونو ته د طالب وسله والو د ننوتلو پر مهال د طالبانو د بیرغونو د رپولو اوګرځولو په اړه د انتقادونو په ځواب کې وویل، چې طالبان د جګړې لپاره نه وو ورغلي، بلکې د ښاغلي خلیلي پر وینا هغوی د سولې او اوربند د بهیر په ترڅ کې ښارونو ته ورغلي وو.

ښاغلي خلیلي وویل " په کراتو د جمهور رئیس او د سولې د عالي شورا له خوا هم دا اعلان شوی، چې مونږ یوه باغزته سوله غواړو، د طالبانو تسلیمیدل نه غواړو، په کراتو مو ویلي، هرڅوک چې، د طالبانو د تسلیمیدلو شعارونه ورکوي، هغوی لاره ورکوي، مونږ د دواړو غاړو غزت غواړو، که هغوی د کوټه سنګي د پل په ساحه کې د ټوپک پرته خپل بیرغ اوچت کړي، ایا دا کوم برترې ده، زه په دې باور یم چې دا حق ورکړو هرطالب چې، د طالبي جنګي سیاست یا د جنګي سیاست څخه لاس واخلي، خپل بیرغ که په هرځای کې پورته کړي، مونږ باید پرې اعتراض ونه کړو".

د سولې د عالي شورا رئیس وویل، په کابل کې ټول سیاسي جریانونه خپل خپل بیرغونه لري.

همدې خبري کنفرانس ته د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس محمد اکرم خپلواک هم وویل، چې د اختر په دریو ورځو کې د دغې شورا ولایتي چارواکو په ټولو ولایتونو کې د طالبانو د نظامي چارواکو سره تماسونه نیولي ، لیده کاته کړي او ورسره یې خبري کړي دي.

XS
SM
MD
LG