د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلي: له طالبانو سره مخامخ خبرې نه دي شوي


وسله وال طالبانو لا تراوسه په سعودي عربستان کې د افغان حکومت او د دغې ډلې د استازو د غونډې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
وسله وال طالبانو لا تراوسه په سعودي عربستان کې د افغان حکومت او د دغې ډلې د استازو د غونډې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس، کریم خلیلي د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ په رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه مخضې اوازې بللي او د دغو خبرو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي دي.

د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي د شنبې په ورځ ( تلې ۷ مه) په یوه خبرې ناسته کې وویل د افغان دولت استازو د طالبانو د استازو سره نه دي کتلي.

ښاغلي خلیلي وویل " تر اوسه د دولت او طالبانو، د سولې عالي شورا او طالبانو تر منځ هیڅ ډول مخامخ رسمي خبرې اترې نه دي شوي، هر څه چې ویل شوي هغه اوازې دي، څوک د اوازو د بازار مخه نه شي نیولای."

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ (۶ تله) رویټرز خبري اژانس د افغان چارواکو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په اړه راپور خپور کړ.

رویټرز د طالبانو د دریو چارواکو له خولې لیکلي چې د افغان حکومت چارواکو او طالبانو تېره اونۍ په سعودي عربستان کې لیدلي دي، او د ولسي جرګې د ټاکنو او د بندیانو د تبادلې په اړه یې خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلي وویل چې حکومت او د افغانستان د سولې عالي شورا هڅه کوي چې د طالبانو له تحریک سره په اړیکه کې شي، چې د دواړو خواوو مخامخ خبرې اترې پېل شي.

د سولې عالي شورا رئیس وویل چې د خبرو اترو د پېل لپاره زمینه نه شته، او هیله مند دی چې بالاخره له طالبانو سره مخامخ خبرې پېل شي.

ښاغلي خلیلي په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د عالمانو د پلاوو لیدنه یوه بریا وبلله.

د افغانستان د دیني عالمانو اووه کسیز پلاوی د جمعې (۶ تله) په ورځ پاکستان ته سفر وکړ چې هلته له پاکستاني اړخ سره د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو د دوې اړخیزې ناستې د جوړولو د څرنګوالي او مشخصې نیټې په اړه خبرې اترې وکړي.

XS
SM
MD
LG