د لاس رسي وړ اتصالات

سولې شورا: د اوربند موده دې وغځول شي


د سولې عالي شورا په افغانستان کې پر ښکیلو خواو غږ کړی،چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له خوا د لنډو ورځو پر اوربند موافقه دې نوره هم وغځول شي، تر څو د دواړو خواو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

د سولې د عالي شورا منشي امین الدین مظفري نن یکشنبې (غبرګولی ۲۰ مه) وویی چې د افغانستان خلک په جګړه کې د ښکیلو خواو څخه د جګړې پای ته رسیدل غواړي.

ښاغلي مظفري وویل "د سولې عالي شورا په جګړه کې د ښکیلو خواوو او هغوی، چې اوربند یې اعلان کړی،غوښتنه کوي، چې لنډ مهالی اوربند دې په تفاهم سره د بین الافغانی مخامخ خبرو او د اوږد مهاله او دایمي اوربند ته د زمینې د برابرولو لپاره وکاروي".

د شنبې په ورځ (غبرګولی ۱۹ مه) وسله والو طالبانو په یو بې ساري اقدام کې د راروان کوچني اختر په دریو ورځو کې افغان امنیتي ځواکونو سره وروسته له هغې د اوربند اعلان وکړ، چې د هغې دمخه جمهور رئیس محمد اشرف غني د تیرې پنچشنبې په ورځ د روژې د میاشتې د ۲۷ مې څخه د کوچني اختر د پنځمې ورځې پورې وسله والو طالبانو سره یو اړخیز اوربند اعلان کړی وو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د طالبانو د دې اعلان هرکلی کړی دی.

په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې هم افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د لنډ مهالی اوربند له اعلان پراخه ملاتړ څرګند شوي، خو د ټولنیزو رسنیو یو شمیرافغان کارکوونکو د اوربند سره مخالفت هم ښودلی دی.

د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي په ګډون د افغانستان اکثرو لویو سیاسي ډلو هم د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند له اعلان څخه ملاتړ کړی دی.

د اوربند د اعلان څخه د افغانستان په دننه کې د ملاټړ سربیره په نړیواله کچه هم ملاتړ څرګند شوی دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" او د ناټو عمومي منشي هم د طالبانو له اعلان هرکلی کړی دی.

د یوناما مشر تدامچي یامامتو په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا لنډمهالی اوربند به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل لپاره زمینه برابره کړي.

ښاغلي یامامتو ویلي "په عین وخت کې یومانا له طالبانو غواړي، چې د اوربند مودې باندې بیا له سر غور وکړي د اوربند موده د افغان حکومت له خوا د اعلان شوې مودې پورې وِغځوي او هم اوربند کې نړیوال ځواکونه شامل کړي".

همداشان د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم د خپل ټویټر په پاڼه د طالبانو د اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

ښاغلي سټولټنبرګ ویلي "زه د جمهور رئیس غني له خوا د اوربند وړاندیز ته د طالبانو د غبرګون هرکلی کوم. دا کیدای شي د افغانانو په مشرۍ او مالیکت د سولې د خبرو په لاره کې یو قدم اوسي. ناټو د سولې او پخلاینې په برخه کې د افغانانو په خوا کې ولاړه ده".

ټاکل شوې د افغان حکومت له خوا وسله والو طالبانو سره اعلان شوی اوربند د سه شنبې په ورځ او د طالبانو له خوا اعلان شوی اوربند د کوچني اختر په لومړۍ ورځ پیل شي.

XS
SM
MD
LG