د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم، افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ د سازمان د ځانګړي استازي طارق علي بخیت سره په کابل کې په کتنه کې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ دمخه د پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسسو تحصیلي نصاب د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویونکی نه وو چې، د همدې له امله یې په کې بدلون راوستی دی.
دغه وزارت د سې شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۸ (سلواغې ۳۰) د ایکس پر پاڼه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ندامحمد ندیم د طارق علي بخیت سره د تیرې ورځې په کتنه کې هغه ته ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې د دیني او عصري علومو ترمنځ واټن هم له منځه تللی دی.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "هغه [ندیم] تر فتحې [واک ته د طالبانو بیرته ستنیدلو] وروسته د هېواد د تحصیلي نظام لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، چې تحصیلي نصاب مخکې د افغانانو اړتیاوو ته ځواب ویونکی نه وو چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره ورته بیا کتنه وشوه"
ددغې خبرپاڼې له مخې د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ د سازمان د ځانګړي استازي طارق علي بخیت افغانستان سره په ځانګړې ډول د لوړو زده کړو وزارت سره په اقتصادي، علمي او تحصیلي برخو کې د همکاریو ژمنه کړې ده.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د افغانستان د پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسسو د نصاب د بدلون په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د بشري حقونو ځینو بنسټونو د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت له خوا په تحصیلي نصاب کې بدلون باندې انتقادونه کړي او ویلي دي چې طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې هڅه کړې چې په علمي موسسو کې د عصري علومو د مضامینو د تدریس وخت دیني علومو تدریس ته ورکړی او د عصري علومو پرځای یې د دیني علومو د تدریس ساعتونه زیات کړي دي.
د رواداري په نوم د بشري حقونو یو بنسټ په یو راپور کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښوونې او روزنې سیستم ته د ایډلوژیکي بڼې د ورکولو د هڅو په اړه ویلي چې دغې ډلې په څه باندې تیرو دریو کلنو کې په هدفي ډول د خپلې ایډیالوژۍ پراساس د ښوونځیو او پوهنتونونو درسي نصاب کې اساسي بدلونونه راوستي دي.
د رواداري بنسټ د ۲۰۲۴ کال د نومبر۲۰ (لړم ۳۰) په یو راپور کې د طالبانو له خوا په تیرو څه باندې دریو کلنو کې له زده کړو او د بشري حقونو څخه د ښځو او نجونو د محرمیدل عمدي بللی او ویلي دي چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې د دغه هیواد په ښوونیز سیستم کې په هدفي ډول خپلې ایډیالوژۍ ته د ځای ورکولو هڅې کړي دي.
د روداري بنسټ ویلي چې له بل پلوه، د طالبانو د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو په تېرو درې کلونو کې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې په درسي پروګرامونو کې ډېر بدلونونه پلي کړي دي. داسې چې اصلي مضامينو ته کمه پاملرنه کيږي او پر ځای يې هغو موضوعاتو ته لومړيتوب ورکول کيږي چې ډېری خپله د طالبانو روايت بيانوي.
د رواداري بنسټ ویلي چې په تیرو څه باندې دریو کلنو کې طالبانو د یو شمیر ښوونځیواو پوهنتونونو له درسي نصاب او کتابتونونو څخه د بشري حقونو او د ښځو د حقونو اړوند مضامین حذف کړي دي او معلولیت لرونکې نجونې یې د سواد او کسب د یادولو پروګرامو ته له لاس رسي هم محرومې کړې دي.
دغه بنسټ ویلي: "د ترلاسه شویو شواهدو پر بنسټ، د طالبانو پوهنې وزارت تر دې مهاله د ژوند مهارتونه، مدني تعليمات، خط او رسم او په يو شمېر درسي ټولګيو کې وطن دوستي، فرهنګ، د ټولنزيو علومو درسونه، هنر او په شيعه مېشتو ولایتونو کې د جعفري فقې اړوند مضامین 'غیر ضروري مضامین' بللي، د ښوونځيو له درسي نصاب څخه يې حذف کړي او پر ځای يې يا د دیني مضامينو درسي ساعتونه زيات کړي او يا يې نوي دیني مضامین په درسي پروګرامونو کې شامل کړي دي. ټول دیني مضامین چې دا مهال په ښوونځيو کې تدریس کیږي او يا نوي د پوهنې وزارت له خوا په درسي پروګرامونو کې شامل شوي دي د حنفي فقې اړوند دي."
دغه بنسټ ویلي چې سربیره پر دې، په تېرو درې کلونو کې د پام وړ مسلکي ځواک او د پوهنتونونو استادانو هيواد پرېښی. په همدې دليل په تعليمي او تحصيلي موسسو کې د درسي کيفيت کچه ټيټه شوې ده.
ددې دمخه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت چارواکو د تیر ۲۰۲۴ کال د سپتمبر سپټمبر ۱۱ (وږي ۲۱) کابل کې خبریالانو ته ویلي وو چې افغانستان کې په لومړي ځل د ښوونځیو د شمیر څخه د دیني زده کړو د مدرسو او روزنیزو مرکزونو شمیر زیات شوی او په دغه هیواد کې اوس مهال د څه باندې ۱۹ زرو مدرسو په ګډون ۲۱۲۵۷ دينې زده کړو مرکزونه او ۱۸۳۳۷ دولتي او خصوصي ښوونځي فعال دي.
ددغه وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال مولوي کرامت الله اخوندزاده خبریالانو ته ویلي و، چې اوس مهال په دیني مدرسو او اسلامي زده کړو مرکزونو کې درې میلیونه ۶۸۷ زره او ۲۰۰ تنه په زده کړو بوخت دي.
هغه ویلي وو چې ددغه شمیر څه باندې یو میلیون زده کوونکي په تیرو ۱۲ میاشتو کې دیني زده کړو مرکزونو او مدرسو ته جذب شوي دي.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت په افغانستان کې د بیا واک ترلاسه کولو وروسته د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو ښوونځي اصلا نه دي پرانیستي او هم یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ملګرو ملتونو په ګډون یو زیات شمیر د بشري حقونو نړیوالو سازمانو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو اونجونو پر زده کړو د بندیز پریکړه په سختو ټکو غندلې او ددغې ډلې حکومت یې د جنسیت پر بنسټ په توبیري چلند تورن کړی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول د نجونو او ښځو پر زده کړو د حاکمو چارواکو له خوا بندیز لګیدلی دی.
فورم \ دبحث خونه