د لاس رسي وړ اتصالات

حزب الله په اسرائیل د توغندیو برید کړی


اسرائیل په لبنان کې هغه ځایونه ویشتي چې د راکټونو بریدونه ترې شوي.
اسرائیل په لبنان کې هغه ځایونه ویشتي چې د راکټونو بریدونه ترې شوي.

د اسرائیل او لبنان تر منځ د شخړې په دوام د حزب الله وسله والې ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، د اسرائیل په خاورې څه باندې لس توغندي وار کړي.

حزب الله ویلي چې په اسرئیل یې توغندي د پنجشنبې د هوایي بمبارۍ په غبرګون کې وار کړي. توغندي سرحد سره نږدې د شیبا په باغونو کې لګیدلي خو د مرګ ژوبلې او او ورنیو په هکله یې معلومات ندي ورکړل شوي.

د لبنان په جنوب کې د فرانس پریس د خبري اژانس یو خبریال هم ویلي چې د څو چاودنو غږونه یې اوریدلي او د شیبا د باغونو څخه یې د لوګي پورته کیدل یې لیدلي دي.
په همدې حال کې د اسرائیل پوځ وایي د حزب الله لخوا اکثریت وار شوي توغندي یې شنډ کړي خو یو څو دانې یې په آزادې سیمې کې لګیدلي دي.

پوځ همدرانګه ویلي چې په لبنان کې یې هغه سیمه په توپونو ویشتلې چې دغه راکټونه ترې توغول شوي و خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

په اسرائیل د چارشنبې د ورځې راپدیخوا د توغندیو بریدونه کړي خو دا لومړي ځل و چې د حزب الله وسله والې ډلې ادعا وکړه چې دا کار هغوي کاوه.

اسرائیل هم د پنجشنبې په ورځ تائید کړه چې د ۲۰۱۴ کال راپدیخوا یې د لومړي ځل لپاره په لبنان کې په څو ځایونو چې توغندي ترې وار شوي و، هوایي بمبارۍ کړې.

XS
SM
MD
LG