د لاس رسي وړ اتصالات

د هالي ووډ په یو مشهور فلم جوړونکي په ښځو د جنسي تیرېو تور لگیدلې


د امریکا د نیویارکر مجلې رپورټ ورکړیدی چې د هالي ووډ په یو فلم جوړونکي ( پروډیوسر) هاروي وینسټاین باندې په دریو ښځو د جنسي تیريو تورونه لگیدلي دي. دغه تورونه په داسې وخت کې لگیدلي چې د هالي ووډ د فلمونو په انډسټرۍ کې د جنسي ځورونو په هکله نور رپورټونه هم خپاره شویدي.

هنرمنده اسیا ارگینټو او لوسیا ایونز د نیویارکر په خپرونې کې د هالي ووډ په مشهور پروډیوسر هاروي وینسټاین باندې دغه تورونه ولگول. یوې بلې ښځې هم په هغه د جنسي تیري تور لگولی دی خو غواړي چې خپل نوم څرگند نکړي.

تر اوسه پورې ١٣ ښځو په وینسټاین باندې د جنسي تیريو تورونه لگولي دي. په دغه کې د ځینو رپورټونه د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم خپاره کړیدي. په دغو تورونو کې اته تنو ښځو خپل تورونه هغه وخت بیرته واخیستل چې وینسټاین ورته پیسې ورکړی.

هغه ښځې چې په وینسټاین یې د جنسي تیري تورونه لگولي دي، په هغو کې ځینې د هالي ووډ ډیرې مشهورې څیرې لکه اینجلینا جولي، گاینت پالټرو او روسانه ارکویټې هم شاملې دي.

تیره اونۍ وینسټاین په یوې مرکې کې د خپل کړنو په هکله وویل چې زما د لاسه ځینې همکارانې ځوریدلې دي او زه په خپلو کړنو بخښنه غواړم. خو هغه وویل چې دغه ټول تورونه ریښتیا ندي.

XS
SM
MD
LG