د لاس رسي وړ اتصالات

د تشدد له خطر سره مخامخ هانګ کانګ کې محلي ټاکنې وشوې


د هانګ کانګ په محلي ټاکنو کې خلک رایو ورکولو لپاره د ساعتونو لپاره په کتارونو کې ولاړ و.
د هانګ کانګ په محلي ټاکنو کې خلک رایو ورکولو لپاره د ساعتونو لپاره په کتارونو کې ولاړ و.

د هانګ کانګ خلکو د یکشنبې (نوامبر ٢۴) په بې ساري شمیر کې په محلي انتخاباتو کې رایه ورکړه. دغو ټاکنو ته زیاتره د دموکراسۍ پلوه لاریونونو د ریفرنډم په نظر کتل کیږي.

سږکال په هانګ کانګ کې ۴.١ میلیون خلک د رایې ورکولو لپاره راجسټر شوي، او خلکو په بې ساري شمیره کې رایه ورکړه.

د یکشنبې د ورځې تر نیمايي پورې، د حکومتي ارقامو په اساس، د رایو ورکوونکو شمیر د ٢٠١٥ کال د رایو وروکونکو تر شمیر څخه زیات وو.

د هانګ کانګ خلک نن د ١٨ ولسوالیو د شوراګانو څه د پاسه ۴٠٠ غړو ته رایه ورکوي.

د ولسوالیو دغه شوراګانې د ځایی پریکړو لکه د سړکونو یا ښوونځیو د جوړولو لپاره د مشورتي ارګانونو په توګه دنده ترسره کوي.

په هانګ کانګ کې د تیرو پنځو میاشتو راهیسې د دموکراسۍ په پلوي مظاهرې کیدلې چې په ځینو ورځو کې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ د کلکو نښتو خبر هم وکړ شوی و.

په هانګ کانګ کې د یکشنبې د ورځې (نوامبر ٢۴) په داسې حال کې ټاکنې ترسره شوې چې پولیس د رایو د مرکزونو کلک امنیت نیولی و.

دموکراسي پلوه مظاهره کوونکو هڅه وکړه چې له مظاهرو څخه د رایې اچونې مخکې د یوې منسجمې قوې په توگه کار واخلي او زیات شمیر نوماندان مخ ته کړي. خو دوی باید ژر اقدام وکړي.

حکومت پلوه قوې د ولسوالیو اتلسو شوراګانو کې اکثریت دي، د 'پان دموکرات' ډله بیا د ټولو څوکیو ٢٥ سلنه جوړوي.

که څه هم د ولسوالیو د شوراگانو غړي د هیواد قوانینو په تصویب کې واک نلري خو د هانگ کانگ د خلکو لپاره چې د پنځو میاشتو راپدیخوا د حکومت ضد مظاهرې کوي، ټاکنې یو فرصت بلل کیږي.

په هانګ کانګ کې د تشدد ډکو مظاهرو برسیره، نظرپوښتنې ښیې چې د دموکراسي په پلوي غورځنګ لاهم په خلکو کې ډیر پلویان لري.


په ورته وخت کې د هانګ کانګ د وروستیو لاریونو وروسته، د بیجینگ له ملاتړه برخمنه د هانګ کانګ د اجرائیې رئیسې، کري لم د محبوبیت کچه په بې ساري توگه، شل سلنه راټیټه شوې ده.

XS
SM
MD
LG