د لاس رسي وړ اتصالات

ستر لاریون د هانگ کانگ مهم سړکونه بند کړي


مظاهره کوونکي د لایحې فسخه کول او د هانگ کانگ د مشرې استعفا غواړي
مظاهره کوونکي د لایحې فسخه کول او د هانگ کانگ د مشرې استعفا غواړي

په هانگ کانگ کې یو ځل بیا د یکشنبې په ورځ (د جون ١٦) لسگونه زره خلک چې تورې جامې یې اغوستې وې سړکونو ته راوتل او د اجرائیه رئیسې د گوښه کیدو غوښتنه یې وکړه.

لاریون کوونکې پر هانګ کانګ باندې د چین د زیاتیدونکې واک پر خلاف راوتلې دي. پر دې لایحې بحث ځنډیدلی دی، خو لاریون کوونکي غواړي چې دا لایحه په بشپړ ډول لغوه شي.

د هانگ کانگانیانو په ملاتړ په تایوان کې هم زرګونه لاریون کوونکو چین ته د محاکمې لپاره د تورنو کسانو د استراد په ضد مظاهره وکړه.

چین تایوان هم د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي او ښکاره وایي که تایوان د رسمي خپلواکۍ هڅه وکړي، پوځي ځواک به وکاروي.

د هانگ کانگ د یکشنبې ورځې د لاریون یوه تنظیونکې په داسې حال کې د یووالي غږ وکړ چې په لسگونه زره کسان د هانگ کانگ سړکونو ته راوتلي و.

دا تازه مظاهرې وروسته له هغه وشوې چې د بیجینگ په ملاتړ د هانگ کانگ اجرائیه رئیسه کري لم د خونړیو لاریونونو له امله چین ته د محاکمې لپاره د تورنو کسانو د مسترد کیدو لایحه د نامالوم وخت لپاره وځنډوله او په اړه یې ژور خپگان او پیښماني وښودله.

د هانگ کانگ اوسیدونکي نن د هغه کس د مرگ ماتم کوي چې د دغه لایحې په وړاندې د احتجاج په توگه یې د شنبې په ورځ ځان د هانگ کانگ له یوې ودانۍ څخه ښکته راوغورځو او مړ شو.

د هانگ کانگ د حکومت له خوا د لایحې ځنډول له ١٩٩٧ کال نه راپدیخوا چې بریتانیې هانگ کانگ د چین حکومت ته وسپارو یوه ستره سیاسي پریکړه ده او د اجرائیه ریسې وړتیا یې د دې ښار د مشرې په توگه تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

مظاهره کوونکو هانگ کانگ د ٢٠١۴ کال په څیر چې څو میاشتې د دموکراسي په طرفدارۍ لاریون وکړ د سیاسي بحران خوا ته بیولی او د کري لم په حکومت او په بیجینگ کې د هغې په ملاتړو باندې یې فشار اچولی.

دا بحران د بیجینگ لپاره هم په داسې ستونزمن وخت کې رامنځ ته شوی چې د مخه لا د امریکا سره د چین سوداگریزه جگړه مخ په زیاتیدو ده.

XS
SM
MD
LG