د لاس رسي وړ اتصالات

د ناموس په نامه وژنې؛ یو پاکستاني د خپلې کورنۍ ٩ غړي ووژل


یو پاکستاني خپله ښځه، دوه زامن او د کورنۍ نور شپږ غړي په ډزو وژلي او د هغوی مړي یې سوځولي دي.

محمد اجمل ویلي دي چې دغه کار یې پدې خاطر کړی دی چې میرمن یې د یو بل کس سره "نا مشروع اړیکې" درلودې.

د ملتان ښار پولیسو ویلي دي چې اجمل خیاط و، په سعودي عربستان کې یې کار کاوه او ٢٥ ورځې مخکې د خپلې کورنۍ د غړو د وژنې په نیت پاکستان ته تللی و.

د ملتان ښار د پولیسو یو مسؤل عمران محمود، وویل: "دا یو څرگند ناموسي قتل دی. هغه د خپلې ښځې عکس د یو بل نارینه سره لیدلی و او فکر یې کاوه چې ورسره نامشروع اړیکې لري".

مقامات وایي چې اجمل پخپله کړنه پښیمانه دی.

د ورور درې ښځې، د هغوی دوه زامن او د اجمل خواښې هم په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

اجمل او پلار یې چې د پیښې پر وخت له هغه سره و پولیسو نیولي دي او دواړو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

پولیس د اجمل د ورور د نیولو هڅه کوي چې گمان کیږي پدې جرم کې شریک دی.

د بشري حقونو د ډلو د معلوماتو په بنسټ هر کال په سلگونو پاکستانۍ ښځې او نجونې د ناموس د ساتنې په نامه د خپلو کورنیو د غړو له خوا وژل کیږي.

ټاکل شوې چې پاکستان د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي اړوند قضیو د پلټنو لپاره ١١٦ نوې محکمې جوړې کړي.

د تمسن رویترز بنسټ د تیر کال سروې له مخې پاکستان د ښځو لپاره د نړۍ د١٠ خطرناکو هیوادونو له ډلې څخه دی.

XS
SM
MD
LG