د لاس رسي وړ اتصالات

پولیس: امریکا کې د یهودانو په کنیسه کې یرغمل کوونکی ووژل شو 


پولیس وايي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي
پولیس وايي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي

د امریکا د متحدو ایالتونو د فدرالي ادارې (اف بي آی) مسئولین وایي‌ هغه کس یې وواژه چې په تکزاس کې یې په یوې کنیسه کې څلور کسان یرغمل کړي وو.

د فدرال د پولیسو یو مسئول مټ ډيسرنو وویل چې پولیس کنیسه ته ننوتلي وو او د ډزو په ترڅ کې یرغمل شوي د برمته کوونکي له منګولو خلاص کړل. برمته کوونکی وژل شوی دی.

نوموړي وویل چې د «ډزو» په اړه پلټنې روانې دي. دا پېښه تېره شپه جنوري ۱۵ (مرغومې۲۵) وشوه. د ډالاس تلویزون په ویدیو کې ښودل کېږي‌ چې خلک یوې خوا او بلې خوا ته منډې وهي، یو وسله وال په دروازې ننوځي ،دروازه بندوي او بیا د چاودنې غږ وشي.

اف بي آی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه چې دا کس چا وژلی دی.

ښاغلي ډیسرنو وویل چې یرغمل کوونکي په یوې داسې مسئلې تمرکز درلوده چې د یهودانو له ټولنې سره مستقیم تړاو نلري. هغه وویل داسې کومې نښې نښانې نشته چې څرګنده شي دا سړی دې د یو لوی پلان برخه وي، خو په اړه به یې اف بي آی «په نړیواله کچه» پلټنه وکړي.

یو پولیس چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط اسوشیتډپرس ته ویلي دي چې یرغمل کوونکي د پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي د خوشې کولو غوښتنه کوله.

عافیه صدیقي له القاعدې سره د اړیکو او په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو په تور نیول شوې او اوس په تکزاس کې بندي‌ ده.

د امریکا د عدلي وزارت وايي چې له دغې پاکستانۍ ډاکټرې څخه یې د پوښتنو په مهال داسې معلومات ترلاسه کړي چې په امریکا کې یې هم د یو لړ بریدونوطرحه لره.

دغه چارواکي ویلي دي چې یرغمل کوونکي همدغه راز چېغې وهلي چې غواړي له عافیې صدیقي سره خبرې وکړي.

خو ښاغلي ډیسرنو وویل چې د برمته کوونکي هویت معلوم شوی دی، «مګر موږ اوس اماده نه یو چې د هغه هویت خپور او یا یې تائید کړو.»

XS
SM
MD
LG