د لاس رسي وړ اتصالات

ټکزاس کې د یهودانو په کنیسه کې برمته نیوونکي د عافیې صدیقي د خوشې کېدو غوښتنه کړېده


د کولیویل د سیمې د پولیسو موټر
د کولیویل د سیمې د پولیسو موټر

یو برمته نیونکي د شنبې د ورځې په ماسپښین د جنورۍ ۱۵ ( مرغومي ۲۵) د ټکزاس ایالت د کولیویل په سیمه کې د یهودانو په یوې کنیسه کې د یو یهودي مذهبي مشر په ګډون یو شمیر کسان برمته کړیدي.

سیمه ایز پولیس او د اف بي آی فدرال پولیس د ټکزاس د ایالت د کولیویل د ښار د بت اسرائیل کنیسې ته چېرې چې دغه پیښه رامنځته شوې رسیدلي.

د راپورونو له مخې برمته نیونکي چارواکو ته ویلي چې دی د امریکا له فدرال زندان څخه د عافیې صدیقي خوشې کېدل غواړي. ۴۹ کلنه عافیه صدیقي چې د القاعدې له شبکې سره تړلې ګڼل کیږي، په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو د هڅې په تور په زندان محکومه شوېده او د ټکزاس په ایالت کې په یوه زندان کې ساتل کیږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي وویل: ولسمشر جوبایډن ته د دې پېښې په هکله معلومات ورکړل شوي او نوموړی له خپل ټیم څخه د دغې پېښې په هکله شېبه په شېبه تازه معلومات اخلي.

د اسرائیلو صدراعظم نفتالي بنت ویلي وضعیت له نږدې څاري او د برمته شویو او ژغورونکو د خوندیتوب لپاره دعا کوي.

د کولیویل د سیمې د پولیسو یوې افسرې وویل چې په دې پېښه کې تراوسه څوک ژوبل شوي نه دي.

هغې وویل چې د اف بي آی چارواکي له برمته نیونکي سره په تماس کې دي.

د برمته نیونې د پیل د شیبو غږ ثبت شوی دی ځکه په کنیسه کې د سبت یا د یهودانو د شنبې د ورځې د مذهبي مراسمو بهیر په فیسبوک باندې په ژوندۍ بڼې خپرېده، او اورېدل کیږي چې برمته نیونکی په ډیرې غصې سره چیغې وهي.

دوه امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د اسوشېټد پرس خبري اژانس ته ویلي چې یو مذهبي مشر او درې کسه نور عبادت کوونکي د برمته نیونې پرمهال د کنیسې دننه و.

عافیه صدیقي له دغې کنیسې څه باندې ۲۴ کیلومتره لرې په یوه زندان کې ساتل کیږي.

چارواکي هڅه کوي معلومه کړي، چې برمته نیونکی له آغلې صدیقي سره څه تړاو لري.

د امریکا د عدلیې د وزارت د معلوماتو له مخې، عافیه صدیقي په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې د افغان چارواکو له خوا ونیول شوه او د نیویارک د ایالت په بیلابیلو سیمو کې د څو بریدونو په هکله د یو شمیر لیکونو په ګډون یو شمیر نور شیان هم ورسره نیول شوي و.

د عدلیې وزارت ویلي آغلې صدیقي د تحقیق په وخت کې د یوه امریکايي عسکر ټوپک واخیست او د تحقیق په ټیم یې ډزې وکړلې چې له امله یې د اف بي آی یو مامور او یو عسکر ټپي کړل.

عافیه صدیقي د ۱۹۷۲ کال د مارچ د میاشتې په دوهمه نیټه د پاکستان د کراچۍ په ښار کې زېږېدلې ده او د امریکا د ماساچوست په ایالت کې د ماساچوست د ټکنالوژۍ په انستتیوت او په همدغه ایالت کې یې په یوه بل پوهنتون کې د دکتورا په کچه لوړې زده کړې کړېدي.

XS
SM
MD
LG