د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: تحقیقات یوه دسیسه ده ځکه موږ غلط کار ندی کړی


جمهور رئیس ټرمپ په پنسلوانیا کې د وینا پرمهال
جمهور رئیس ټرمپ په پنسلوانیا کې د وینا پرمهال

د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د دیموکراتو قانون جوړونکو له خوا په دوو مواردو له تورنیدو وروسته غبرګون ښودلی دی.

نوموړي د سه شنبې په ورځ پنلسوانیا ایالت ته له روانیدو مخکې خبریالانو ته وویل چې دوی کوم غلط کار کړی ندی.

ټرمپ دا څرګندونې د استازو مجلس د دیموکراتانو له خوا په دوو مواردو له تورنیدو وروسته وکړې.

جمهور رئیس ټرمپ وویل:" زه فکر کوم دا ډیر شرم دی چې خلک بې علته استیضاح کیږي. دا په بشپړ ډول د شرم وړ کار دی."

هغه د استازو مجلس د قضایه کمیټې د مشر جیرالد ندلر د سه شنبې هغه بیانیه رد کړه چې ګواکې ده پر اوکراین د امریکا د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د مداخلې په اړه فشار راوستی دی.

ټرمپ په پنسلوانیا کې یوې غونډې ته په وینا کې د استازو د مجلس پر مشرې ننسي پلوسي ملندې ووهلې او د استیضاح اقدام یې د دموکراتانو له هغه اعلان سره چې ویلي دي د امریکا ، مکسیکو او کاناډا قرار داد یې تصویب کړی، ارتباط ورکړ.

ډانلډ ټرمپ وویل: " دوی استیضاح اعلان کړه او هغې او یو ساعت وروسته اعلان وکړ چې غواړي د امریکا، مکسیکو او کاناډا قرار داد وکړي. تاسې پوهیږئ ولې؟ دا یو لوی قرار داد دی او د استیضاح ارزښت کموي ځکه دوی په استیضاح خجالت شوي دي. زموږ شمیرې د هغې د احمقانه استیضاح له امله چت ته اوچتې شوې دي."

دیموکراتو قانون جوړونکو د سه شنبه په ورځ د ( ډسمبر ۱۰ مه ) جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ له دوو مواردو څخه په سرغړونه تورن کړ.

ولسمشر د شخصي سیاسي استفادې لپاره د واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنه او د تحقیقاتو په برخه کې د کانګرس په مخنیوي تورن شوی دی.

تمه کیږي ددغو مواردو په اړه د استازو مجلس کې رای ګیري چې اکثریت دیموکراتان دې راتلونکې اوونۍ وشي.

XS
SM
MD
LG