د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د بریدونو زیاتوالی د تړون څخه سرغړونه ده- امریکايي چارواکي


طالبانو امریکا سره له تړون وروسته پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي
طالبانو امریکا سره له تړون وروسته پر افغان ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ویلي چې د طالبانو د بریدونو زیاتوالي د سولې په اړه د د دغې ډلې د ژمنو په هکله شکونه پیدا کړي دي.

د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر ایلیوت انګل او په دغې کمېټې کې د جمهوري غوښتونکو د ډلې مشر مایکل مککال تېره ورځ مۍ۱۹ ناوخته په دې اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیې کې ويل شوي د‌ي چې په افغانستان کې په تاوتریخوالي کې پام وړ زیاتوالی د فبروري په میاشت کې د ټرمپ‌ د ادارې او طالبانو ترمنځ د سولې د لاسلیک شوي‌ تړون څخه سرغړونه ده چې د منلو نه ده.

اعلامیه وايي: " پر افغان ځواکونو د طالبانو دوامداره بریدونو موږ ته شک پیدا کړی چې ایا طالبان به خپلې ژمنې پوره کړې او که به د سولې په اړه شوي پرمختګونه له خطر سره مخامخوي او د مذاکراتو د پرمختګ مخه به نیسي. "

د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په ټولو غاړو غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې بریدونه ودروي، بشري اوربند دې وکړي، تاوتریخوالی دې کم او د سولې او ثبات د بهیر ننګه دې وکړي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو قومندان جنرال سکات میلر خبرداری ورکړی و که طالبان تاوتریخوالی کم نکړي، د ځواب په تمه دې وي.

تېره ورځ په یوې چاودنې کې د خوست امنیه قومندان ووژل شو او طالبانو وویل چې دا برید هغوی کړی دی.

ولسمشر غني وویل چې د افغانانو او نړۍ له غوښتنو سره-سره طالبانو د افغانانو له وژلو او جګړې څخه لاس نه دی اخیستی.

د افغانستان د امنیت شورا وايي‌ چې طالبانو له امریکا سره تر تړون وروسته په بریدونو کې سلګونه ولسي او نظامي افغانان وژلي او ژوبل کړي.

XS
SM
MD
LG