د لاس رسي وړ اتصالات

د بندیانو ازادولو په اړه طالبانو ته د امنیت شورا خبرداری


د حکومت لخوا له څرخي پله زندان څخه ازاد شوي طالبان
د حکومت لخوا له څرخي پله زندان څخه ازاد شوي طالبان

د افغانسان د ملي امنیت شورا وايي، افغان حکومت تر دا مهاله ۱۰۰۰ طالب بندیان د سولې بهیر کې د پرمختګ او کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف له زندانونو څخه ازاد کړي دي.

د یادې شورا ویاند جاوید فیصل نن شنبه مې۹(غويي۲۰) ویلي چې اوس د طالبانو نوبت دی چې د بندیانو ازادولو لړۍ ګړندۍ او ژر تر ژره مخامخ خبرې پیل کړي.

نوموړي زیاته کړې چې نور په دې برخه کې ځنډ د توجه وړ نه دی.

ولسمشر غني د تیرې کب میاشتې پر ۲۰مه له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب او سولې بهیر کې د پرمختګ په هدف د ۱۵۰۰ طالب بندیانو ازادولو فرمان ورکړ.

د ملي امنیت شورا وايي،له دې ډلې ۶۷ نور طالب بندیان د پنجشنبې په ماښام د پروان له زندان څخه ازاد شول چې په دې سره د ټولو ازاد شوو طالب بندیانو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته ورسېد.

د افغانستان امنیت شورا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د سولې بهیر ته د خپلې ژمنتیا په ثابتولو سره تاوتریخوالی کم کړي او په دې اړه د افغانستان د خلکو غوښتنه ومني.

امنیت شورا ویلي که طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي دا به د سولې پروسې د سبوتاژ سبب شي:"د طالبانو لخوا په اوسني شکل د تاوتریخوالي دوام، د سولې له پروسې سره هیڅ ډول مرسته نه کوي، بلکې دا خطر تر پخوا هم غښتلی کوي، چې ښايي د دوی لخوا ناروا تاوتریخوالی د یادې پروسې د سبوتاژ سبب شي."

پر همدې مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پرون جمعه ویلي چې په تیرو دوو ورځو کې په هرات کې د افغان پوځ بندي ۴۸ سرتیري ازاد کړي دي.

شاهین همدارنګه زیاته کړې چې د بندي افغان سرتیرو د ازادولو بهیر ته به دوام ورکړي.

د افغانستان امنیت شورا تر دامهاله د طالبانو لخوا د تازه ازاد شوو بندیانو په اړه تبصره نه ده کړې. خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد تیره ورځ امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د دغه ولایت په ګلران ولسوالۍ کې ۱۷ بندیان ازاد کړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي او یو تن څارنوال هم پکې شامل دی.

طالبانو تر دې مخکې هم په کندهار، لغمان او کندز ولایتونو کې د ۱۱۲ بندي افغان سرتیرو د ازادولو خبر ورکړی و، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې طالبانو تر دامهاله ۱۰۷ بندیان افغان حکومت ته سپارلي چې یوازې ۵۸ یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دي.

د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون او د افغانستان-امریکا د ګډې اعلامیې یوه مهمه برخه ده.

XS
SM
MD
LG