د لاس رسي وړ اتصالات

په کانګریس د برید په هکله د نویو تحقیقاتو سره د جمهوري غوښتونکو مخالفت


د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر کیون مک کارتي ویلي چې د جنوري د میاشتې په ۶ مې د کانګریس په ماڼۍ د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د پلویانو د برید په هکله د تحقیقاتو لپاره د کمیسیون د جوړولو مخالفت کوي.

ښاغلي مک کارتي ویلي د هر کمیسیون په اجنډا کې په کار ده د هغو سیاسي تشدد په هکله تحقیقات وشي چې د امریکا په نورو ښارونو کې شویدي.

هغه زیاته کړه چي دیموکراتان په نوي کمیسیون کې د امریکا په نورو ښارونو کې په سیاسي تشدد سترګې پټوي، "په امریکایي ټولنې کې د سیاسي تشدد موجودیت نشي زغمل کیدی او سترګې هم باید پرې پټې نشي. "

د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکي اقلیت او دیموکراتان اکثریت دي.

شاوخوا ۸ سوه کسانو چې د ډیرو په خولیو د مخکني جمهور رئیس ټرمپ اړوند شعارونه لیکل شوي وو، د ۲۰۲۱ کال د جنوري په میاشت کې پداسې حال کې د کانګریس په ماڼۍ یرغل وکړ چې د کانګریس غړیو د انتخاباتي کالج رایې تائیدولې.

د پولیسو او ټرمپ د پلویانو تر منځ په اخ او ډب کې ۵ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

شاوخوا ۴ سوه کسان چې د کانګریس په ماڼۍ یې برید کړی و، په جنایي جرمونو تورن شوي او د پیښې په هکله لا هم څارنوالان تحقیقات کوي.

د استازو په مجلس کې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو یوې ډلې تیره اوونۍ د تحقیقاتو د کمیسیون په شکل او څرنګوالي موافقه کړې وه. دا کمیسیون غواړي معلومه کړي چې د کانګریس په ماڼۍ ولې او څنګه برید وشو.

ټاکل شوې پدې کمیسیون نن چارشنبه، مې ۱۹ (غوایي۲۹) رایه ګیري وشي او د استازو د مجلس مشره ننسي پلوسي ډاډه ده چې د منظورۍ لپاره یې په کافي اندازه رایې لري ځکه چې دیموکراتان پدې مجلس کې اکثریت دي.

مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره لدې چې هیڅ ثبوت نلري لا هم ټینګار کوي چې د ۲۰۲۰ کال د نومبر د میاشتې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ټګي برګي شوې او د جمهور رئیس جو بایډن بریا یې لا هم نده منلې.

XS
SM
MD
LG