د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان دفاعي تړون او د حوثیانو برید

په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي وسله والو د یکشنبې په ورځ (اګست ۹) وویل چې په سعودي عربستان کې یې د نفتو پر تاسیساتو د توغندیو او ډرونونو برید کړی دی.

دا برید یوازې دوه ورځې وروسته له هغه شوی چې سعودي عربستان له ترکیې او پاکستان سره داسې یو ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ چې پکې پر یوه هیواد برید پر ټولو د برید په معنی ګڼل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس په حواله، د حوثیانو د پوځي برخې ویاند یحیی قاسم سریع په یو بیان کې ویلي چې په دغه برید کې د سعودي «د ارامکو تاسیساتو حساس هدفونه د لسګونو بالستیک توغندیو او ډرونونو په وسیله په نښه شول.»

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت په جازان کې د ارامکو په تصفیه خانه کې د اور لګېدنه تائید کړې ده، او ویلې یې دي چې په دې اړه څېړنې دوام لري. دغه وزارت د حوثیانو د ادعا په اړه سمدستي تبصره نده کړې.

د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان د جمعې په ورځ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان او د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف سره د مکې په ښار کې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړ.

تراوسه نده روښانه چې ایا پاکستان یا ترکیه به د وروستي برید په غبرګون کې د سعودي عربستان له احتمالي ځوابي اقدام سره څنګه یوځای شي.

د «مکې دفاعي تړون» په نوم دا هوکړه په داسې حال کې لاسلیک شوې چې په منځني ختیځ کې کړکیچ دوام لري او د شنونکو په باور، ددې تړون یوه عمده موخه د ایران د جنګ غوښتنې په وړاندې د یو ګډ دریځ غوره کول دي.

ایران ویلي چې په دې اړه اندېښنه نلري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي خبریالانو ته وویل: «زموږ لپاره ددې اندېښنې هیڅ دلیل نشته چې دا تړون به د ایران پر ضد شوی وي... ترکیه او پاکستان زموږ دوه ګاونډي هېوادونه دي، او ورسره سعودي عربستان، د درې واړو سره موږ ژورې دیني، تاریخي او تمدني اړیکې لرو.»

خو په منځني ختیځ کې کړکیچ او په ځانګړي ډول د خلیج د نفتو پر صاردوونکو هېوادونو باندې د ایران د توغندیو بریدونو دغه هېوادونه اندېښمن کړي دي.

د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر وړاندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل د عملیات د پیل راهیسې، تهران او نیابتي ډلو یې پر سعودي عربستان او د خلیج پر نورو هېوادونو بریدونه کړي او د هغوی د نفتو صادرات یې له خنډ سره مخامخ کړي دي.

د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان په ګډه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، ویل شوي چې د مکې د ګډ دفاعي تړون موخه د هر ډول تېري پر وړاندې د ګډې دفاع پیاوړتیا ده. په اعلامیه کې د هغو مشخصو ژمنو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي چې دغو هېوادونو ورباندې هوکړه کړې ده او دا هم روښانه نه ده چې دغه تړون به دا درې هېوادونه تر کومې اندازې پورې د یو بل د دفاع لپاره ځانګړو پوځي اقداماتو ته پابند کړي.

سعودي عربستان له ترکیې سره، چې پخوا یې ورسره اړیکې ترینګلې وې، او همدارنګه له مصر او پاکستان سره نږدې شوی دی. دغو څلورو هېوادونو له ایران سره د متحدو ایالتونو د روانې شخړې د منځګړیتوب او سولې د هڅو ملاتړ کړی دی.

امریکا غږ ددغه تړون په اړه د سپینې ماڼۍ او د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت څخه د تبصرې غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG