د لاس رسي وړ اتصالات

حوثیانو د سعودي د تېلو لویه کارخانه په بمونو او راکټونو ویشتې ده


په یمن کې د حوثي یاغیانو یو ویاند ویلي چې دوي تېره شپه د سعودي عربستان په جازان ښار کې د تېلو یوه کارخانه د ډرون په بمونو او راکټونو وېشتلې ده.

د سعودي په مشرۍ ائتلافي پوځیانو ویلي چې دوي څلور راکټونه او شپږ چاودېدونکي ډرونونه چې د حوثیانو لخوا ویشتل شوي وو، کشف او خنثي کړي دي.

د سعودي عربستان حکومت پدې اړه چې دغه راکټونه چېرې خنثي شوي او یا یې کوم ځای ته زیان رسولی دی، څه تبصره نده کړې.

د جازان د تیلو په کارخانه کې د سعودي عربستان ستر نفتي شرکت آرامکو په ورځ کې ۴۰۰ زره بېرل تیل چاڼوي. دغه سیمه د سعودي او یمن له سرحد نه ۶۰ کېلومتره واټن لري. د آرامکو شرکت تر اوسه د پېښې په اړه څه ندي ویلي.

د حوثي ډلې پوځي ویاند یحیي د دوشنبې په ورځ جولای ۱۳(چنګاښ ۲۳) ویلي چې د جازان په کارخانې باندې "برید دقیق و".

د سعودي په مشرۍ د ائتلاف پوځیانو له هغه وروسته په یمن کې جګړه پیل کړه چې په ۲۰۱۴ کال کې حوثي یاغیانو د یمن مشروع حکومت نسکور کړ. د یمن حکومت په نړیواله کچه رسمیت درلود او سعودي عربستان یې کلک ملاتړ کاوه.

حوثیان چې ډېر ښارونه یې تر خپلې ولکې لاندې رواستي دي، له یو فاسد نظام سره د مبارزې ادعا کوي.

په یمن کې د دایمي اروبند او د سولې د مذاکراتو د پیل کېدو په موخه ملګرو ملتونو د ذیدخلو خواوو ترمنځ څو غونډې جوړې کړې دي خو په تاوتریخوالي کې د زیاتوالي له وجې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG