د لاس رسي وړ اتصالات

د زکام ناروغي ولې د مړینې سبب کیږي؟


FILE - Mexican Health Ministry representatives give migrants free shots for the flu, hepatitis B, tetanus, and preventible children's diseases at the Barretal shelter for migrants in Tijuana, Mexico, Dec. 6, 2018.
FILE - Mexican Health Ministry representatives give migrants free shots for the flu, hepatitis B, tetanus, and preventible children's diseases at the Barretal shelter for migrants in Tijuana, Mexico, Dec. 6, 2018.

داسې ویل کیږي چې د زکام ناروغۍ ښایي کم عمره ماشومان او یا د پاخه عمر کسان ووژني خو ډاکټران وایي چې امکان لري زکام ښایي هغوي هم ووژني چې روغ رمټ وي.

د ین لوډیون په نامه یوه میرمن چې درویشت کاله عمر لري او په تن هم روغه ده، د زکام په ناروغۍ اخته شوې. هغه وایي "په لومړي سر کې ما فکر کاوه چې اوه یا اته ورځې به په بستر کې آرام وکړم او جوړه به شم."

خو د زکام په هکله د دې ځوانې نجلۍ ګمان سم نه و او د هغې د معیوب کیدو سبب شو. لوډیون وایي " د بدن غړیو مې کار پریښود. سا لنډې راته پیدا شوه او د بدن دننه مې خونریزي پیدا کړله. د نامه نه لاندې د بدن په برخو کې مې غوټې پیدا شوې. دې ټولو شیانو زما د بدن غړي وراسته کړل او زه معیوبه شوم."

ډاکټر ایریک ادکینزچې د امریکا د اوهائو ایالت د ویکسنر په طبي مرکز کې کار کوي وایي کله چې ویروس په وجود حمله وکړي داسې معنی ورکوي لکه د هرې خوا نه چې جګړه پیل شي. "وجود چې د مکروب په مقابل کې عکس العمل ښيي، په اصل کې التهابی عکس العمل دی چې په بیلابیلواندامونو کې د ستونزو د پیداکیدو سبب کیږی".

ډاکټرانو تر اوسه دا نده معلومه کړې چې ولې د ښې روغتیا لرونکي انسانان د زکام په مقابل کې د جدي ستونزو سره مخ کیږي. د اوهایو د پوهنتون د طب څانګې څیړونکو د دغه راز د پیدا کولو لپاره په ګڼ شمیر کسانو څیړنه کړې او دایې معلومه کړې چې د زکام په ناروغۍ د اخته کیدو نه وروسته چې د انسان په زړه کې کومي ګډوډۍ پیدا کیږي، د هغه پروټین سره اړیکې لري چې د دې ویروس د مخنیوي لپاره کار کوي.

د دې څیړنې یو غړی ډاکټر جیکب یونټ وایي " دا پروټین زمونږ په وجود کې خپله جوړیږي او همدا پروټین ویروس نه پریږدي چې زمونږ حجرو ته ننوزي".

ډاکټر یونټ همدرانګه وایي چې ځیني کسان په ارثي ډول دومره بدلیږي چې دغه پروټین یې په وجود کې نه تولیدیږي. پدې کار سره د زکام ویروس په آسانۍ زړه مکروبي کوي او د زړه د دریدو سبب کیږي. "که په آسانه یې ووایم په زړه کې د برقي جریان مخه نیسي. "

XS
SM
MD
LG