د لاس رسي وړ اتصالات

د تنباکو نه کارولو نړیواله ورځ، سګرټ څنګه انسان وژني؟


تنباکو او محصولات یې هر کال په نړۍ کې د شاوخوا ۸ ملیونو کسانو ژوند اخلي د دغې شمیرې یواځې ۳.۳ ملیون کسان د سږو د ناروغۍ له امله مري.

د روغتیا نړیوال سازمان د تنباکو نه کارولو نړیوالې ورځې (۳۱ مۍ) په درشل کې دغه شمیرې خپرې کړي او له هیوادونو یې غوښتي چې د سګرټ نه کارولو لپاره لا ډیر اقدامات وکړي.

د روغتیا په نړیوال سازمان کې د غیر ساري ناروغیو څخه د ژغورنې د پروګرام مسئول، ښاغلي ونایاک پرساد په ژنیو کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې ډیری داسې کسان چې پخپله سګرټ نه څکوي، په هوا کې د سګرټ د دود له کبله مړه کیږي.

ښاغلي پرساد دغه خبره د هغو ۶۰ زره ماشومانو مړینې ته په اشارې کې وکړه چې عمرونه یې له ۵ کلونو کم وو د نورو خلکو له خوا د څکول شویو سګرټو د لوګي د تنفس له امله وژل شويدي.
د روغتیا د نړیوال سازمان کارپوهان وایي چې د سګرټو په لوګي کې په زرګونو داسې زهرجن مواد شته چې سږو ته په ننوتلو هغه جوړښتونه له منځه وړي چې وظیفه یې په بدن کې داجنبي مواد له منځه وړل دي.

د وخت په تیریدو سره د سګرټ همدغه دود سږي ضعیفوي، سالنډي رامنځ ته کوي او د سږو د هوا پیپونه وړوکي کوي.

د دغه وضعیت ادامه بیا وروسته ډیرې دوامداره او مزمنې بیمارۍ رامنځ ته کوي چې ډیری وخت په سرطان اوړي.

سره له دې چې په نړۍ کې د سګرټ څکوونکو کسانو په شمیر کې د ۲۰۰۰ کال په پرتله ۲۰ سلنه کمی راغلی، د روغتیا نړیوال سازمان له هیوادونو غوښتي چې په دغو شمیرو کې ۳۰ سلنه اضافي کموالی راولي.

له دولتونو غوښتل شوي چې د خلکو د عامه پوهاوي سطحه لوړه کړي او خلکو ته د سګرټ څکولو د زیانونو په اړه د بلبورډونو او اعلانونو له لارې پوهاوی ورکړل شي.

همداراز د روغتیا نړیوال سازمان له هیوادونو غوښتي چې د تنباکو په محصولاتو باندې مالیې لوړې کړي او شرکتونه دې ته مجبور کړل شي چې د سګرټو د قوطیو تر شا په بدن باندې د سګرټ څکولو د اغیز زړه بګنوونکي عکسونه چاپ کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان له دولتونو غواړي چې له معتادینو سره د سګرټ پریښودلو په لړ کې د مرستې لپاره یو تیلفوني لارښود سیستم فعال کړي. دغه کار تر دې مهاله په فلیپين، هند، تونس، کوسټاریکا او بورکینافاسو کې نتیجه ورکړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز خلک او په خاصه توګه ځوانان د سګرټ پریښودلو ته هڅولي. دوي وایي چې هیڅ وخت د سګرټ پریښودلو لپاره ناوخته نه ده ځکه چې له پریښودلو یواځې دوه اونۍ وروسته د سږو وضعیت په ښه کیدو شي او په سختو بیماریو باندې د اخته کیدو چانسونه ورسره کم شي.

XS
SM
MD
LG