د لاس رسي وړ اتصالات

​هکران د کریدت کارتونو شمیرې غلا کوي


د بانک د "آی ټي ایم" یا پیسو ورکولو ماشین
د بانک د "آی ټي ایم" یا پیسو ورکولو ماشین

په داسې حال کې چې هکران په آنلاین بڼې د کریدت کارتونو شمیرې غلا کوي، یو شمیر نور غله د کارت معلومات د بانک د اې ټي ام له څانګو او د پلورنځیو او بانکونو د پیسو د ورکولو له ماشینونو اخلي.

ویل کیږي چې دغه ډول غله په یوه کال کې په امریکا کې شاوخوا یو میلیارد ډالر غلاکوي. د فلوریډا د پوهنتون یو شمیر محصلین داسې یوه وسیله جوړوي چې ددې ډول غلا مخه ونیسي.

پرمختللي کریدت کارتونه برقي چیپونه لري چې د معلوماتو غلا کول یې سخت وي، خو ډیر شمیر یې کوچنۍ مقناطیسي تسمې هم لري چې د کارتونو له لارې د پیسو د اخیستو په زړو ماشینونو کې چې معمولاْ په کوچنیو پلورنځیو او د تیلو په پمپونو کې موجود دي، وکارول شي. غله هم په دې ځایونو کې ورڅخه معلومات غلاکوي.

د فلوریډا له پوهنتون محصل پتریک تراینور وایي "کریدت کارتونه د کارد ریډر یا ریډ هېډ په نامه وسیلې په مرسته لوستل کیدی شي. په یو وخت کې باید د کارت د لوستلو په ماشینونو کې یواځې کارت لوستونکی موجود وي."

غله د کارت د لوستلو خپلې وسیلې په ماشینونو کې په موجودو کارت ریډرونو پورې نښلوي او کله چې مشتري خپل کارت وردننه کړي، د تقلبي کارت د جوړولو لپاره د اصلي کارت ټول معلومات اخلي.

دا ډول جرمونه د نیویارک په شان په لویو ښارونو کې مخ په زیاتېدو دي، خو په دغه ښار کې د دې جرمونو پرضد د مبارزې لپاره یواځې څلور کسه پولیس روزل شویدي. د دوی دنده د اې ټي ام په ماشینونو کې د اضافي کارد ريډرونو پیداکول دي.

خو اوس د دوی کار د سکم ریپر په نامه یوې وسیلې باندې چې د فلوریډا د پوهنتون د محصلینو له خوا جوړه شوې اسانه شوی.

د فلوریډا پوهنتون محصل نولان سکیف وایي "خوشاله یو چې زمونږ جوړه کړې وسیله د دغه جرم له مخنیوي سره مرسته کوي."

په دغې وسیله کې یو برقي کارت چې د عادي کریدت کارت دوه چنده اوږد دی، موجود دی او په یوه بکس پورې چې ډیجټلي صفحه لري وصل شوی. کله چې د اې ټي ایم په ماشین کې ننویستل شي، ډیجټلي صفحه په چټکۍ سره د اضافي کارد ریډر موجودیت معلوموي.

د د غه کارډ ريډر د پرزو بیه ۵۰ امریکايي ډالره ده، خو پانګه وال وايي دوی غواړي چې بیه یې کمه کړي او کارت کوچنی کړی چې هغه پولیس هم ورڅخه استفاده وکولئ شي چې روزنه یې نه وي لیدلي.

XS
SM
MD
LG