د لاس رسي وړ اتصالات

په افغان شیعه ګانو د داعش د بریدونو په زیاتیدو اندیښنه ښودل شوې


پر افغان شیعه ګانو جومات وروستی برید د کندهار په ښار کې شوی وو، چې د پیښې قربانیان په ډله ایز ډول خاورو ته وسپارل شو
پر افغان شیعه ګانو جومات وروستی برید د کندهار په ښار کې شوی وو، چې د پیښې قربانیان په ډله ایز ډول خاورو ته وسپارل شو

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان "هیومن رایټس واچ " په افغانستان کې پر شیعه افغانانو د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د بریدونو پر زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې په دغه هیواد کې شیعه ګان او هزارګان د دغې ډلې تر ګواښ لاندې دي.

"هیومن رایټس واچ " نن دوشنبه اکتوبر ۲۵ ( لړم درییم) په یوه بیانیه کې ویلي، چې هزارګان د څو کلنو راهیسې د داعش ډلې د مخامخ ګواښ سره مخ دي او دغې ډلې پر افغان شیعه ګانو مرګوني بریدونه کړي دي.

"هیومن رایټس واچ " د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د تیر اګست د میاشتې او په وروستیو کې په کندز او کندهار ولایتونو کې د داعش د ډلې بریدونو ته په اشارې ویلي، چې په دغو بریدونو کې په سلګونو ملکي وګړي، چې اکثریت یې شیعه ګان وو، مړه او ټپیان شوي دي.

د بشر د حقونو د څار نړیوالې ادارې د داعش بریدونه " هدفي بربدونه" چې د افغانستان د ټولنې د یو قشر پر وړاندې ترسره شوي د "بشریت پر وړاندې جنایت" بللی او په دغه هیواد کې یې ددغو پیښو د عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

"هیومن رایټس واچ " د معلوماتو پر اساس د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د داعش په برید کې ۱۷۰ تنه، چې اکثریت یې ملکي وګړي وو وژل شوي وو.

همداشان دغې ادارې ویلي، چې په کندز او کندهار ښارونو کې په جوماتونو کې په شوو بریدونوکې ۱۳۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

"هیومن رایټس واچ " د اسیا د برخې مرستیالې پټریشیا گوسمن ویلي" داعش په کراتو کراتو ډیر ویجاړونکي بریدونه ترسره کړي دي، چې داسې ښکاري، چې په افغانستان کې د هزارګانو په منځ کې د وحشت د خپرولو او هغوی ته د کړاونو د رسولو لپاره پلان شوي وو".

همداشان میرمن پټریشیا گوسمن ویلي، چې د ۲۰۱۵ میلادي کال وروسته د هزارګانو پر خلاف د داعش په ګواښونو کې زیاتوالی راغلی دی او دغې ډلې پر ښوونځیو، روغتونونواو نورو عامه تاسیساتو باندې په بریدونو کې په زرګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

میرمن گوسمن ویلي " واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته هم په ملکي وګړو د داعش بریدونه نه دي کم شوي او داسې ښکاري، چې د زیاتیدو په حال کې دي. طالب چارواکي باید په عاجل ډول د داعش د بریدونو پر وړاندې د مذهبي اقلیتونو د ساتنې لپاره اقدامات وکړي".

"هیومن رایټس واچ " ویلي، چې داعش ډلې شیعه ګانو او هزارګانو باندې د بریدونو سربیره افغان هندوان او سیکان ، خبریالان، مدني فعالان او روغتیايي کارکوونکي هم په کابل او یو شمیر ولایتونو کې هم په نښه کړي دي.

"هیومن رایټس واچ " په شیعه ګانو باندې د داعش بریدونه سیستماتیک ښودلې دي.

همداشان د بشري حقونو د څار ډلې د هزارګانو سره د طالبانو پر چلند هم انتقاد کړی او ویلي دي، چې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د دغې ډلې وسله والو هزاره خبریالان نیولي او وهلي او ډبولي دي.

"هیومن رایټس واچ "ویلي، چې طالبانو په ځینو ولایتونو کې هزارګان له خپلو سیمو جبري کډه کولو ته هم اړ ایستلي دي.

"هیومن رایټس واچ " له طالبانو غوښتي، چې شیعه ګانو او هزارګانو ته د امنیت د برابرولو هڅې دې وکړي او د هغوی د هدفي وژنو مخه دې ونیسي.

طالبانو د "هیومن رایټس واچ " د دغه نوي راپور په باب څه نه دي ویلي، خو دمخه طالبانو رسنیو ته ویلي وو، چې د شیعه ګانو د جوماتو او روزنیزو مرکزونو د امنیت مسولیت یې په کابل او ولایتونو کې په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG