د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یو کالج کې د چرسو صنعت په اړه نوی ټولګی


د متحده ایالتونو په کالیفورنیا ایالت کې یو کالج هڅه کوي د خپل سږني کال په ښوونیز نصاب کې د کانابیس (یو ډول بوټی) او اړوندو بوټو لکه د چرسو او مارونا په اړه یو مضمون ډېر کړي.

د لانګ پیچ بزنس ژورنال مجلې رپوت وايي چې د لانګ بیچ کالج دغه اته اونیزه ټولګي کې به د ۳۰ نه تر ۳۵ زده کوونکو ته د یادو بوټو د کرنې او په بازار کې د پلورنې په اړه معلومات ورکړي.

د رپوټ پر بنسټ د امریکا په تاریخ کې دا لومړی ټولګی دی چې دا ډول ښوونه پکې کیږي.

د لانګ پیچ ښوونځي مشرانو ویلي چې د دې مضمون د ډېرولو موخه دا ده چې په دې اړه د لېوالو زده کوونکو زده کړه د یادو بوټو د صنعت او ودې په اړه ډېره شي.

د کالیفرونیا ایالیت په ۱۹۹۶ کال کې د درملنې لپاره د کانابیس کارول قانوني کړل. دا د دې باعث شول چې متحده ایالتونو په نورو ایالتونو کې هم همداسې هڅې پیل شي.

اوس مهال د امریکا په ۱۲ ایالتونو کې د شاهدانې او اړوندو بوټو کارول قانوني بڼه لري خو په اتو نورو ایالتونو کې بیا غیر قانوني بلل کیږي. په پاتې ۳۰ نورو ایالتونو کې یې کارول ازاده یا هم د کوم جرم په سترګه ورته نه کتل کیږي.

په وروستیو کې د کرونا ویروس باندې د اخته کسانو درملنې لپاره چې د سږو د لږ فعالیت له امله یې ناروغان مري، ځینو کارپوهانو د شاهدانې بوټي پر ګټورتوب څېړنې پیل کړي دي.

په پام کې ده چې د امریکا د راتلونکې فبرورۍ میاشتې ټاکنو کې خلک د دغه بوټي بشپړ قانوني کېدو ته خپله پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG