د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې پر یوې امنیتي کمپنۍ برید کې ۱۰ کسان وژل شوي


په کابل کې پر یوې امنیتي کمپنۍ د موټر بم په برید کې ۱۰ کسان وژل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي نن ماښام د کابل په ختیځ کې د انجمن پر کمپ په موټر بم کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت رویټرز ته ویلي دي چې نامعلوم شمیر کسانو تر موټر بم برید وروسته ددغه کمپ ودانۍ ته ننوتلي او له امنیتي ساتونکو سره یې نښته کړې ده.

ددغه برید مسولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه اخیستی نه دی.

د کابل پولیس وايي، چې د ښار په ختیځه څنډه کې پر یوې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ موټر بم برید شوی دی.

د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې آمر سمونوال بسم‌الله تابان امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې دغه کمپنۍ (G4S) نومیږي.

هغه زیاته کړه، چې په برید کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه به جزئیات وروسته وړاندې کړي.

د یو بل خبر له مخې نن ماښام د کابل په څلورمې حوزې کې د ملي امنیت د پخواني مشر امرالله صالح پر کور هم وسله وال برید شوی دی.

د برید پرمهال د ملي امنیت بل پخوانی مشر رحمت الله نبیل هم ورسره وو. رحمت الله نبیل پر خپل تویټر پاڼې لیکلي دي چې د برید پرمهال له امرالله صالح سره وو.

نبیل وايي: "زه د امرالله صالح میلمه وم، د هغه پر کور ۳ کسانو برید وکړ چې ډیر ژر د هغه د ساتونکو لخوا له منځه یوړل شول، موږ دواړه ښه یو".

امنیتي ارګانونو تراوسه ددغه برید په هکله څه ویلي نه دي، او نه هم کومې ډلې د برید مسولیت په غاړه اخیستی

مخکیني معلومات

په کابل ښار کې نن ماښام شاوخوا ۶:۳۰ بجې، د درنې چاودنې غږ واوریدل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې چاودنه په نهمه امنیتي حوزه کې شوې ده.

د دغه وزارت د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار بهار مهر امریکا غږ ته وویل، چې د چاودنې څرنګوالي او اوښتي زیانونو په اړه تر اوسه معلومات نشته.

ناتائید شوي ریپوټونه وايي، چې برید په ډیسپیچري سیمه کې پر یوې امنیتي کمپنۍ شو ی او له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اوریدل کیږي.

په دې اړه معلومات وروسته وړاندې کیږي.

XS
SM
MD
LG