د لاس رسي وړ اتصالات

د هوګو چاویز مړی مومیايي کوي


د ونیزویلا په پلازمېنې کاراکاس کې د نړۍ په لسګونو مشران راغونډ شوي دي او د دغه هېواد د مشر هوګو چاویز د جنازې په مراسمو کې برخه اخلي.

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد او د کیوبا ولسمشر راول کاسټرو د نړۍ د مشرانو په ډله کې دي چې د ونزویلا په پلازمینې کارکاس کې د جنازې په مراسمو کې برخه اخلي. امریکا هم دغو مراسمو ته یو ډیپلوماتیک پلاوی ورلېږلی دی.


د ونزویلا حکومت وايي چې د چارشنبې د ورځې راهیسي د ۲ میلیونو کسانو څخه زیات د ونزویلا خلګ د ولسمشر چاویز تابوت ته چې د کاراکاس په یوې پوځي اکاډمۍ کې پروت دی، د دعا دپاره ورغلي دي.

د هغه مړی به د ۷ نورو ورځو دپاره د کاراکاس په پوځي اکاډمۍ کې پاته سي ترڅو په میلیونو ونزویلیایان وشي کړای چې هغه ته دعا وکړي او د وروستي ځل لپاره ورته د درناوي مراتب وړاندي کړي. فقید ولسمشر چاویز د نړۍ یو په زړه پوړی او په عین حال کې د جنجالي مشرانو له جملې څخه وو. ویل کېږي چې هغه به مومیايي کړل شي.

د ونزویلا د ولسمشر مرستیال نیکولاس مدورو به نن د جمعې په ورځ ناوخته د سرپرست ولسمشر په توګه لوړه وکړي چې د هیواد د چارو مسولیت په غاړه واخلي.
XS
SM
MD
LG