د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانانو سره د پاکستاني پولیسو د بد چلند زیاتوالی


پاکستاني پولیسو په څو ځایونو کې د افغان کډوالو کورونه نړیولي دی.
پاکستاني پولیسو په څو ځایونو کې د افغان کډوالو کورونه نړیولي دی.

په نیویارک کې میشت د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د تیر کال په جریان کې د افغان مهاجرو سره د پاکستاني پولیسو بدرفتاري خورا زیاته شوې.

د بشري حقونو د دفاع دغه سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د دوی په وینا "د پولیسو د پراخ ازار ورکولو" د پای ته رسولو پلاره جدي اقدام وکړي.

د بشري حقونو د څار ‏سازمان د هغو مرکو پر بنسټ چې د افغان مهاجرو له کورنیو او افغانستان ته د بیرته ستنیدونکو مهاجرو سره یې کړي په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو وضیعت "مخ په زیاتیدونکې توگه خطرناک" گڼلی دی.

په پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې تاو تریخوالی کومه نوې خبره نه ده، خو د بشري حقونو د څار د سازمان رپوټ ښي چې دا ډول چلند د تیر دسمبر د میاشتې راهیسې کله چې سخت دریځو د پیښور پر یو ښوونځي باندې برید وکړ، له حده زیات ډیر شوی دی.

د پیښور په یو ښوونځي باندې د طالبانو د برید وروسته چې ۱۴۵ تنه چې اکثر یې ماشومان وو په کې ووژل شول د بشري حقونو د دڅار د سازمان هومن رایټ واچ د رپوټ په بنسټ د پاکستان پولیس د افغان مهاجرو د اوسیدنې په ځایونو بریدونه وکړل او د هغوی کورونه یې وران کړل، افغان نارینه مهاجر یې ونیول، ووهل او ازار کړل.

پاکستاني مقامات د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر چې ادعا کیږي په افغانستان کې پټ شوی دی او همداشان افغان سخت دریځه د پیښور پر ښوونځي باندې د برید طرحه کوونکي او برید کوونکي گڼي.

تر اوسه د پاکستان حکومت د بشري حقونو د څار د سازمان د دې رپوټ په وړاندې کوم رسمي غبرگگن نه دی ښودلی.

خو د UNHCR یا د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاندې دنیا اسلم خان تصدیق کړې ده چې پر پاکستاني ښوونځي باندې له برید وروسته افغان کډوال د زیاتو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

میرمن خان وویل "په ځانگړې توگه د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې افغان مهاجر د هغه په گډون چې په پاکستان کې د اوسیدونې اسناد نه لري د پاکستان په گوټ گوټ کې په وار وار د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي، او مونږ هم د پولیسو له خوا له کورونو څخه د هغوی د ایستلو، وهلو ټکولو او ازار ورکولو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي."

همدا اوس په پاکستان کې یو میلیون او پنځه سوه زره راجستر او ثبت شوي افغان مهاجر په پاکستان کې اوسیږي ‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏چې یو شمیر په ١٩٧٠ لسیزه کې مهاجر شوي وو. همداشان اټکل کیږي چې یو میلیون نور افغانان پرته له اسنادو په غیر قانوني توگه په پاکستان کې اوسیږي.

پاکستاني مقامات وایي غواړي هغه افغان مهاجر بیرته هیواد ته ستانه شي چې په پاکستان کې اسناد نه لري. تمه کیږي چې د پاکستان حکومت ددې میاشتې په پای کې اعلان وکړي چې آیا د دسمبرد ٣١ نیټې د مهلت د پای ته رسیدو وروسته به بیا هم په هیواد کې د قانوني اسنادو لرونکو افغانانو د اوسیدو اسناد تمدید کړي او که نه؟

XS
SM
MD
LG