د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له امله د پراخو ملکي تلفاتو په اړه د بېپرې او خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې د جنګي جرمونو احتمال باید وڅېړل شي.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د جګړې نړیوال قوانین له ښکېلو لورو غواړي چې د پوځي اهدافو او ملکي وګړو او تاسیساتو ترمنځ روښانه توپیر وکړي او د ملکي زیان د مخنیوي لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د معلوماتو په حواله ویلي چې د جون په ۲۹مه د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د پاکستان د هوايي بریدونو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.
سازمان ویلي، که څه هم یوازې د ملکي تلفاتو رامنځته کېدل په خپله د جګړې د قوانینو د سرغړونې قطعي ثبوت نه ګڼل کېږي، خو د دې ډول پېښو راپورونه د دې اړتیا رامنځته کوي چې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه خپلواکې او بېپرې څېړنې ترسره شي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې یې هغه وسلهوال په نښه کړي چې د دوی په وینا څو ورځې وړاندې یې په کراچۍ ښار کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو برید کړی و، خو د بریدونو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم تر دې مخکې په دغو بریدونو کې د ملکي تلفاتو د راپورونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي په یوه راپور کې ویلي چې د یوناما د شمېرو له مخې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله څه باندې ۷۵۰ تنه افغان ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، د مارچ په ۱۶مه د پاکستان په یوه هوايي برید کې، چې په کابل کې یې د «امید» د معتادینو د درملنې مرکز په نښه کړ، لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي ووژل شول او څه باندې ۱۲۲ تنه نور ټپیان شول، چې اکثره یې د دغه مرکز ناروغان وو.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د دې پېښې په اړه یې خپله څېړنه ترسره کړې او داسې شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي د «امید» مرکز د پوځي موخو لپاره کارول کېده. سازمان دغه برید د نړیوال بشري قانون له اصولو سره په ټکر کې یو غیرقانوني او بېتوپیره برید بللی دی.
دغه سازمان همدارنګه د اپرېل د ۲۷مې د کونړ برید ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د یوناما د شمېرو له مخې په دې پېښه کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او د ۱۳ ښځو او ۳۹ ماشومانو په ګډون ۷۹ نور ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د پولې دواړو غاړو ته د پاکستاني ځواکونو د هاوان او توپچي بریدونو له امله ۱۹ روغتیايي مرکزونه هم تړل شوي دي.
سازمان له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د نړیوال بشري قانون له مخې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره ټول ممکن احتیاطي ګامونه پورته کړي او د پوځي اهدافو او ملکي وګړو او تاسیساتو ترمنځ توپیر په جدي توګه رعایت کړي.
اسلاماباد ادعا کوي چې د افغانستان د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) جنګیالیو ته پناه ورکړې او هغوی د افغانستان له خاورې په استفاده په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.
خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې په پاکستان کې د وسلهوالو فعالیتونه د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده او اسلاماباد باید خپلې امنیتي ستونزې پر افغانستان ونه تپي.
ملګرو ملتونو هم په خپل وروستي راپور کې ویلي چې پاکستان تر اوسه داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي په پاکستان کې بریدونه د افغان طالبانو په لارښوونه ترسره کېږي.
فورم \ دبحث خونه