د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونه: پاکستان دې چین ته د ښځو د قاچاق مخنیوې وکړي


د بشري حقونو د څار ډلې په یو رپورټ کې د پاکستان د حکومت نه غوښتي دي چې د پاکستانۍ میرمنو چین ته قاچاق مخنیوې دې وکړي

د بشري حقونو د څار ډله وایي چې په پاکستان کې یو ټلویژن په وروستیو کې په خپل یو تحقیقاتي رپورټ کې چین ته د پاکستاني میرمنو د قاچاق مسله راپورته کړیده. په دغه رپورټ کې هغه پنځه ښځې ښودل شویدي چې چین ته د تگ په انتظار دي، په دغې ډلې کې دوه تنه ماشومانې هم شاملې دي.

په رپورټ کې ویلي شویدي چې د دغو ښځو په سر ۴ لکه پاکستانۍ کلدارې اخیستل شویدي او دا ورته هم ویل شویدي چې هغوي به هره میاشت ۴٠ زره کلدارې کور ته رالیږي او د کور یو نارینه ته به یې د چین ویزه ورکول کیږي.

د بشري حقونو د څار ډله وایي چې اندیښنه لري په چین کې دغه ښځې د جنسي غلامانو په توگه کارول کیږي.

دغه ډله دا هم وایي چې د پاکستان برسیره د میانمار نه هم په سلگونو ښځې چین ته قاچاق شویدي. رپورټ وایي چې ښځې د واده په پلمه چین ته بوتلل شي خو بیا ترینه د جنسي غلامانو کار اخیستل کیږي.

د پاکستاني رسنیو په وینا د چیناي سړیو او پاکستانیو ښځو ترمنځ د ودونو خبرونه وخت په وخت رسنیو کې خپاره شوي دي، اوس د پاکستان د پارلمان غړیو هم دې ته پام شوی دی او په دې اړه يې بحثونه پیل کړي دي، دوی د دولت نه غوښتي چې د دې غیر قانوني عمل مخه دې په سمدستي توګه ونیسي.

XS
SM
MD
LG