د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانۍ رسنۍ:چینايي قاچاقبر د پاکستانیو ښځو قاچاق کوي


یوه پاکستانۍ پیغله چې څه موده مخکې له یوه چینايي ځوان سره واده کړی
یوه پاکستانۍ پیغله چې څه موده مخکې له یوه چینايي ځوان سره واده کړی

د پاکستان د رسنیو په حواله ویل شوي چې چینايي انساني قاچاقبر پاکستان کې په غیر قانوني توګه د ودونو مرکزونه فعال کړي دي، دغو مرکزونو کې په اقتصادي لحاظ بې وزله کورنیو ته فریب ورکول کیږي او جعلي ودونه ورته کوي.

دوی بیا دغه ښځې چین ته وړي او هلته ېې یا په جنسي کاوربار مجبوروي او یا ېې د بدن اندامونه خرڅوي.

د دې خبر په خپرېدو سره په پاکستان کې د چین سفارت سخت غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې د چین د قانون په اساس داسې کاروبار کول سخت جرم دی او دوی د پاکستاني چارواکو سره په شریکه د داسې غیر قانوني کړونو خلاف چې د چین او پاکستان د پولې په اوږدو کې کیږي، د مخنیوي او ځپلو دپاره یې ګامونه اخلي.

پاکستان ته د چینايي اتباعو تګ راتګ له هغه وخت نه زیات شو کله چې پینځه کاله مخکې د دواړو ملکونو ترمنځ د سي پيک په نوم د میلیارډو ډالرو د تجارتي دهلېز تړون پلی شو.

پېښورۍ پیغلې پر یوه چینايي انجنیر تر زړه بایللو وروسته واده وکړ

یوې بلې پاکستانۍ پیغلې هم له چینايي ځوان سره واده وکړ

دا تجارتي دهلېز چې په نتیجه کې به يې پاکستان کې د نوولس میلیارډو ډالرو پانګونه کیږي ،د پاکستان اقتصادي راتلونکي ته یو ستر زیری بلل کیږي.

دغې پاکستانۍ پیغلې هم له یوه چینايي وګړي سره په خوښه واده کړی
دغې پاکستانۍ پیغلې هم له یوه چینايي وګړي سره په خوښه واده کړی

د پاکستاني رسنیو په وینا د چیناي سړیو او پاکستانیو ښځو ترمنځ د ودونو خبرونه وخت په وخت رسنیو کې خپاره شوي دي، اوس د پاکستان د پارلمان غړیو هم دې ته پام شوی دی او په دې اړه يې بحثونه پیل کړي دي، دوی د دولت نه غوښتي چې د دې غیر قانوني عمل مخه دې په سمدستي توګه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې دوه ځله په پاکستان کې د چین سفارت له دوو پاکستانیو پېغلو سره د دوو چینايي وګړو د واده کولو خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG