د لاس رسي وړ اتصالات

د ال ثاني او اخوندزاده کتنه؛ هیدربار: طالبان تل د خپلو غوښتنو مطرح کولو ته لیوال دي


د قطر د صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده
د قطر د صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده

د قطر صدراعظم سره د طالبانو د مشر د کتنې په اړه د غبرګونونو په لړ کې د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) یوې چارواکې ویلي، فکر نه کوي، چې دا کتنه به افغانستان کې د موجودو ستونزو د هوارولو په برخه کې د طالبانو د نوې لیوالتیا له مخې شوې وي.

بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې هیدر بار د چهارشنبې د ورځې ناوخته مۍ ۳۱ ( جوزا لسم) په خپله ټویټر پاڼه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره د قطر د صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د کتنې په اړه د رویټرز خبري اژانس راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې په دې کتنه کې یوازې نوې خبره د طالبانو د مشر لیدل دي.

میرمن بار د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي: "فکر نه کوم، چې دا یوه نوې لیوالتیا ده – یوازې نوې خبره د اخوندزاده لیدل دي. طالبان د ۲۰۲۱ د اګسټ وروسته تل دې ته لیواله و، چې د بوختیاو ، مرستو، رسمیت پیژندلو، مبارکیو په برخو کې پر خپلو غوښتنو باندې فشار واچوي. ددغو خبرو سره موازې د ښځو او نجونو ځپل په دوامدار ډول دوام لري او لا پراخه شوي دي".

د چهارشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (جوزا ۱۰) د رویټرز خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې د معلوماتو پر اساس رپوټ ورکړی چې د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د مۍ په میاشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال په کندهار کې د طالبانو له مشر سره په پټه کتلي او له هغه سره یې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د هواري او د انزوا څخه د افغانستان په ایستلو خبرې کړې دي.

په رپوټ کې راغلي چې د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د طالبانو د مشر ملا هیبت الله سره د مۍ د میاشتې د ۱۲ (غوایي ۲۱) لیدنه کتنه کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز د ختمولو په اړتیا ټینګار کړی دی.

دغې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې ددې لیدنې کتنې او د ټولو هغو موضوعګانو په اړه چې په کې بحث شوی د متحده ایالاتو حکومت ته رپوټ ورکړل شوی دی.

په ورته وخت کې سي ان ان خبري شبکې هم د دوو سرچینو د معلوماتو له مخې ویلي، چې د طالبانو مشر د قطر د صدراعظم سره د مۍ د میاشتې ۱۲ (غوایي ۲۱) په پټه کتلي و.

سپینې ماڼۍ تر اوسه د طالبانو له مشر سره د قطر د صدراعظم د کتنې په اړه څه نه دي ویلي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د قطر سفارت هم په دې اړه د رویټرز پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د مشر سره د قطر د صدراعظم د کتنې د خبر د خپریدو وروسته د ټولنیزو رسنیو کارونکو پراخه غبرګونونه ښودلي دي.

د ټولنیزو رسنیو ځینو کارونکو دا یو ښه پرمختګ ګڼلی او هیله ښودلې، چې د طالبانو د مشر سره د نړیوالې ټولنې د غوښتنو مطرح کول به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په ښه کیدو کې مرسته وکړي.

خو یو زیات شمیر افغانانو د خپل ټویټر په پاڼو دغې کتنې ته د شک په سترګه کتلي او دا کتنه یې طالبانو ته د مشروعیت د ورکولو لپاره د قطر د حکومت یوه هڅه ګڼلې ده.

د افغانستان یو پخواني سفیر عمر صمد پوښتنه کړې، چې ولې دا خبر تر اوسه پټ ساتل شوی و. همداشان هغه ویلي، چې چا دا خبر اوس رسنیو ته ورکړی او ولې یې ورکړی دی؟

د پخواني حکومت یو چارواکي شامحمود میاخیل بیا دې کتنې ته په غبرګون کې ویلي، چې ایا د قطر صدراعظم دا تائیدولی شي، چې چا سره یې، چې کتلي هغه په رښتیا ملاهبت الله اخوندزاده و او که نه.

ښاغلي میاخیل ویلي پخواني جمهور رئیس حامد کرزي هم د یو بل چا سره د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور په نوم په ۲۰۱۰ کال کې لیده کاته کړي و.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو فعالانو ددې کتنې په مسله د نظر د شریکولو څخه ډډه کړې ده.

ملا هیبت الله اخوندزاده په کندهار کې اوسیږي او په عامه محضر کې ندی لیدل شوی او تر اوسه یواځې یو څو غږیز پیغامونه یې خپاره شوي دي.

XS
SM
MD
LG