د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقوقو ډله د شمالي کوریا نه معلومات غواړي


د بشري حقوقو د خوندي ساتلو يوې نړيوالې ادارې د پنجشنبی په ورځ د شمالي کوريا پر حکومت غږ وکړ چې دهغو نهو کوريايي مهاجرو په هکله دي ورته سمدستي معلومات ورکړي چې ويل کيږي په چين کې يي پناه اخيستلې وه خو بيجينګ بيرته په زور او جبر شمالي کوريا ته ورحواله کړیدي.

د يومن رايټس واچ نړيوالې موسسې د اسيايي چارو د څانګې مرستيال، فل رابرټسن وايي دغه کوريايي مهاجرين چې عمرونه يي د پنځلسو او ٢٣ کلونو ترمنځ و، ژوند يي د ډير سخت گواښ او خطر سره مخ دی ځکه چې شمالي کوريا معمولا فراريانو ته ډېره سخته سزا ورکوي او يومن رايټس واچ وایې چې زیاتره دغه کسان د جبر او شاقه کار لپاره کمپونو ته ليږل کيږي او ډيره بده رويه ورسره د کمپ ساتوونکي کوي.

راپورنه وايي چي دا کسان په روانه مياشت کې په لاوس کې ونيول شول خو دلاوس چارواکو چين ته وليږل.

د امریکې دوال سټریټ ژورنال ورځپاڼه وایې دا لومړی ځل دی چې دلاوس حکومت د شمالي کوریا د جاسوسانو سره دومره ښکاره مرسته کوي.

له بلي خوا په شمالي کوریا کې د بشري حقوقو د څیړنو لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي مرزوقی داروسمن هم په دې اړه د پنجشنبې په ورځ خپله ژوره اندېښنه وښودله.
XS
SM
MD
LG