د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار سازمان: پاکستان کې مخالفان ځپل کیږي


د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (هیومن رایټس واچ) وايي، په تیر ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې د حکومت مخالفې رسنۍ، سیاسي مخالفین، او نادولتي سازمانونه تر حکومتي محدودیتونو لاندې وو.

دغه سازمان د جنورۍ پر ۱۱ (مرغومې ۲۱) د ۲۰۲۴ کال په یو راپور کې ویلي چې پاکستان د خپل تاریخ د یو ډیر بد اقتصادي کړکېچ سره مخ دی، چې له کبله یې حکومت خپل ولس ته د صحت، خوړو، او د یو مناسب معیاري ژوند د برابرولو جوګه نه دی.

د اسیا لپاره د بشري حقونو څار نړیوال سازمان مشره الین پیرسون وايي، ”د پاکستان حکومت تېر کال د هغه میلیونونه پاکستانیانو چې بې وزلۍ ځپلي وو، په کافي اندازه مرسته نه ده کړې.“ هغه زیاتوي‌، ”داسې ښکاري چې حکومت د ولسي حقونو ژغورلو پرځای د مخالفو غږونو غلي کولو ته زیات پام اړولی دی.“

د بلوچستان په مرکز کوټه کې خبریال او شنونکی شهزاده ذوالفقار وايي، چې په پاکستان کې رسنۍ ځکه تر حکومتي بندیزونو لاندې دي چې سیاسي ګوندونه کمزوري دي.

هغه وایي، ”ښکاره خبره ده چې په پاکستان کې میډيا تر سختو بندیزونو لاندې ده، تحقیقاتي ژورنالیزم په هغه هېوادونو کې ازاد وي، چېرته چې ډموکراسي پیاوړې وي. دلته [پاکستان] یو خو ډیموکراسی نشته، سیاسی ګوندونه ډېر کمزوري دي، پر خپل دریځ نه ودرېږي، کله چې یو سیاسي ګوند په اپوزیسیون کې وي نو د بیان ازادي لپاره ډېرې زیاتې چیغې وهي خو کله چې واک ته ورسېږي نو بیا د میډيا خوله وتړي. “

د پاکستان په باب د بشري حقونو څار نړیوال سازمان په خپل راپور کې وايي، چې په دې هېواد کې رسنۍ تر فشار لاندې دي او ګواښول کېږي چې پر حکومتي ادارو او عدلیې نيوکې ونه کړي.

خبریال او شنونکی شهزاده ذولفقار دا خبره مني او وايي چې ډېرې لږې رسنۍ دي‌ چې پر حکومت او عدلیې نیوکې کوي، چې د هغه په وینا علت یې رسنیو ته د حکومتي اعلانونو ورکول دي: ”که یوه ازاده ورځپاڼه یا ټي وي چېنل د حکومت ضد بیان ورکړي نو پر دوی اعلانونه بندېدای شي. نو ځکه مېډيا غلې وي او غلې کړل شوې ده.“

نوموړی زیاتوي ستونزه دا ده چې د خبریالانو ټولنې په پاکستان کې په وړو وړو ډلو وېشل شوې دي، ځینې پکې له حکومت سره پټ جوړجاړی لري نو ځکه یې هم د خپلو حقونو ګټلو لپاره غږ هغسې موثر نه دی، څنګه چې پکار وي.

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان په راپور کې د مذهبي لږکیو وضعیت هم یاد شوی او وايي چې پاکستان د مذهب د سپکاوي په قانون کې بدلون نه دی راوړی چې له امله یې مذهبي لږکيو ته زیان رسیږي او نیول کېږی.

راپور وايي، په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د مرګ سزا هم شامله ده او تر ۲۰۲۳ کال پورې لسګونه کسانو ته د مرګ سزاګانې اورول شوې دي.

د راپور په وينا، پر دې برسېره له ۱۹۹۰ کال راهیسې ۶۵ کسان د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي دي.

په رپورټ کې راغلي دي چې په پاکستان کې په ځانګړي ډول احمدیان د مذهب د سپکاوي د مجازاتو د قانون له خطر سره مخامخ دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې د ښځو او نجونو پر ضد د تشدد پېښې هم شوې دي چې په کې جنسي تېری، تېزاب پاشل، کورنی تاوتریخوالی، له زده کړو بې برخې کول او د نجونو په زوره ودول شامل دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د راپورپه اړه لا دمګړۍ د پاکستان حکومت غبرګون نه دی شودلی، خو په تېر کې یې دا ډول راپورونه رد کړي دي او ويلي يې دي چې په هغه هېواد کې ولس اييني او قانوني حقونه لري او حکومت د بيان او مذهبي ازادیو خوندي ساتلو ته ژمن دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG