د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې ۱۰۰ میلیون کسانو د کرونا ضد واکسین کړی


د کرونا ویروس تر بل هر هېواد امریکا ډېره ځپلې ده
د کرونا ویروس تر بل هر هېواد امریکا ډېره ځپلې ده

د امریکا په متحدو ایالتونو کې چارواکي‌ وايي ت۱۰۰ میلیون کسان د کرونا ضد پوره واکسین شوی دي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې چارواکو اعلان وکړ چې ۵۵ میلیون کسانو ته یې د کرونا ضد واکسینونونه کړي‌ دي.

په سپینې ماڼۍ کې د کرونا ویروس سره د مبارزې د چارو مسول جېف زینتز تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې دا یو لوی کار شوی دی.

هغه زیاته کړه: «۱۰۰ میلیون امریکایان به اوس ارام فکر کوي او پوهېږي چې له یو اوږد او سخت کال څخه وروسته دوی له دغه ویروس څخه خوندي شول.»

د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر ۱۶ کلنو ورپوته ټولو ته د کرونا ضد واکسین کولو سپارښتنه شوې ده.

ولسمشر جوبایډن ژمنه کړې وه چې د مۍ تر پای پورې به ټولو بالغو امریکانو ته د کرونا ضد واکسین ورسیږي.

په امریکا کې د کرونا ویروس ضد څو ډوله واکسین کیږي چې «فایزر»‌ او «جانسن اېنډ جانسن» یې مشهور دي.‌ فایزر یې دوې دورې کیږي او دا بل یې یوه دوره کیږي.

په دې حساب په امریکا کې ډېر داسې کسان شته چې یوه دوره واکسین یې کړې او بلې ته منتظر دي. دا کسان په دغو ۱۰۰ میلیون کې نه راځي.

ولسمشر بایډن واک ته له رسېدو وروسته ژمنه وکړه چې د کار په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې به ۱۰۰ میلیون امریکایانو ته د کرونا ضد واکسین کوي.

د کرونا ویروس تر بل هر هېواد امریکا ډېره ځپلې ده.

د جانس هاپکینز پوهنتون وايي‌ تر دې دمه څه باندې ۳۱ میلیون امریکایان د کرونا په ویروس اخته شوي او څه باندې ۵۷۰زره نور مړه شوي‌ دي.

په نړۍ کې تر دې دمه څه باندې ۱۵۱ میلیون خلک په دغه ویروس اخته دي‌او ۳۱.۸۲ نور مړه شوي‌دي.

XS
SM
MD
LG