د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د کرونا له کبله د بې کوره خلکو شمېر زیات شوي


اکثریت بې کوره خلک د سړکونو په غاړې یا پارکونو کې په خیمو کې ژوند کوي.
اکثریت بې کوره خلک د سړکونو په غاړې یا پارکونو کې په خیمو کې ژوند کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو په پاتخت واشنګټن ډي سي کې چارواکي د بې کوره خلکو ډېرېدو اندیښمن کړي. مسؤلین وایي چې د کرونا وبا دا ستونزه څو چنده ډېره کړې.

په یوې څیړنې کې څرګنده شوې چې د واشنګټن ډي سي په هرو ۱۰۰۰ اوسېدونکو کې تقریباً ۱۰ یې بې کوره دي چې په خیمو یا حکومتي سرپناوو کې ژوند کوي.

په څیړنې کې ویل شوي چې اکثریت بې کوره کسان تور پوستي، اصلي امریکایان او هسپانوي نژاده امریکایان دي.

معلومات ښیي چې په ټولې امریکا کې شاوخوا ۶۰۰ زره داسې کسان شته چې د اوسېدو لپاره په کافي اندازه ځای نلري او مجبور دي چې په سړکونو، پارکونو او نورو ځایونو کې په خیمو کې ژوند وکړي.

د ډاس په نامه ۳۳ کلن تورپوستی امریکایي چې د کرونا د وبا نه وړاندې په یوې ساقي خانه کې کار کاوه امریکا غږ ته وویل چې د وبا د خپرېدو نه وروسته لومړی بې روزګاره او بیا یې خپل کور د لاسه ورکړ او یو کال کیږي چې د واشنګتڼ کې په یو پارک کې د نورو بې کوره خلکو په شان په خیمه کې ژوند کوي.

ډاس وایي چې اکثریت بې کوره کسان پخواني پوځیان، مهاجرین او اقلیتونه دي.

پخوانی پوځي ایډوارډ مکای د ۲۰۱۸ کال راپدیخوا بې کوره دی. هغه امریکا غږ ته وویل چې ۱۰ ځله د بې کوره خلکو په کمپ کې لوټل شوی او د حکومته غواړي چې د اوسېدو یو خوندي ځای ورته برابر کاندي.

څیړونکي وایي د کورونو په برخې کې په سیستماتیکه توګه نژادي توپیر هغه ستونزه ده چې خلک بې کوره کېدو ته اړ باسي.

سارا سعدیان چې د لږ عاید لرونکو د کورونو د ملي ائتلاف د ادارې مرستیاله ده، امریکا غږ ته وویل چې د امریکا د وګړو ۱۳ په سلو کې تور پوستان دي خو همدا تورپوستان بیا ۴۰ په سلو کې یا بې کوره دي یا د اوسېدو لپاره کافي ځای نلري.

د جمهور رئیس جو بایډن د امریکا د ژغورنې د پلان په قانون کې چې کانګریس د همدې روان ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې منظور کړ او ښاغلی بایډن هم لاسلیک کړی، د بې ځایه شویو او هغوي سره چې د بې کوره کېدو د خطر سره مخ دي، په میلیاردونو ډالرو مرستو غوښتنه شوې.

دغه پیسې به ښارونو او ایالتونو ته ورکړل شي چې د وبا او د وبا نه وروسته خلکو ته د اوسېدو خوندي ځایونه برابر کړي.

غیرې دولتي مؤسسې اټکل کوي چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د کرونا وبا د خپرېدو له کبله ښایي د ۳۰ او ۴۰ میلیونو کسانو پورې د بې کوره کیدو د خطر سره مخ شي.

XS
SM
MD
LG