د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې سلګونه کورنۍ له پولیو واکسین سره مخالفت کوي


د پولیو له واکسین سره په دغو مخالفو کورنيو کې د خوست پر اوسیدونکو سربېره يو شمېر وزيرستاني کډوال هم شامل دي.
د پولیو له واکسین سره په دغو مخالفو کورنيو کې د خوست پر اوسیدونکو سربېره يو شمېر وزيرستاني کډوال هم شامل دي.

د خوست روغتیايي چارواکي وايي، په دې ولایت کې د واکسین وړ څه د پاسه د ۱۶۰۰ ماشومانو کورنۍ د پولیو له واکسین سره مخالفت لري.

دوی زیاتوي، له کله نه چې د عامه پوهاوي د مبليغينو فعاليتونه د خوست دوو ولسوالیو ته محدود شوي، د دغه ولايت په نورو سيمو کې د ګوزڼ ضد له واکسين سره د مخالفو کورنيو په شمېر کې چندان کموالی نه دی راغلی.

له واکسین سره په دغو مخالفو کورنيو کې د خوست پر اوسیدونکوسربېره يو شمېر وزيرستاني کډوال هم شامل دي، چې د ځينو عقيدوي مسائلو پربنسټ نه غواړي خپلو ماشومانو ته د فلج ناروغۍ ضد واکسين ورکړي.

د خوست اوسېدونکی سيف الله په دې هکله داسې وايي "پولیو داسې ناروغي ده، که چېرې ماشوم پرې اخته شي بيا علاج نه لري. مهمه دا ده، چې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ماشومانو ته واکسين ورکړو او واکسين يواځنۍ لار ده چې له ګوزڼ څخه ماشومان ساتي".

د خوست د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر ګل محمدين منګل وايي، هڅه کوي چې د رسنيو ترڅنګ د ديني عالمانو او قومي سپين ږيرو په مرسته انکاري کورنۍ د پوليو واکسين پر اهميت وپوهوي.

منګل زياته کړه "په هرځای کې چې د پوليو ويروس پيدا کېږي، دا نورو ماشومانو ته انتقال کوي. زموږ پاليسي دا ده چې موږ بايد له پوليو پاک افغانستان ولرو. موږ کوښ کوو چې واکسين هم تطبيق کړو او هم يې خلک په ګټو وپوهوو".

ديني عالم محمد عارف له ټولو خلکو غواړي، چې د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي په خاطر له فلج يا ګوزڼ څخه د هغوی د ژغورنې لپاره د دې ناروغۍ ضد دوه، دوه څاڅکي واکسين ورکړي.

هغه وويل "د ګوزڼ واکسين ماشومانو ته ددې لپاره ورکول کېږي چې له فلج څخه وساتل شي. مفتیانو، عالمانو او فقهاوو دې واکسين ته جواز ورکړی دی. نو بناءً موږ د الهي احکامو او د نبوي نصوصو په رڼا کې ويلی شو چې د واکسين استعمال جواز لري".

ګوزڼ يا په ماشومانو کې فلج ساري ويروسي ناروغي ده، چې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان ورسره مخ کېږي. دا ناورغي تداوي نلري، خو د مخنيوي او له منځه وړلو وسيله يې د پوليو ضد واکسين دي.

د ډاکټرانو په وينا په هره سيمه کې چې يو ماشوم د پوليو په ناروغۍ اخته شي، دا د دې څرګندونه کوي، چې په همدې سيمه کې دوه سوه نور ماشومان هم د پوليو په ويروس ککړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG