د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې سلګونو کسانو د اوربند د ټینګیدو په ملاتړ لاریون کړی


په غزني ښار کې لاریون کوونکو د جګړې د بندیدو او د اوربند د ټینګیدو غوښتنه کوله.
په غزني ښار کې لاریون کوونکو د جګړې د بندیدو او د اوربند د ټینګیدو غوښتنه کوله.

د سولې د ولسي حرکت په سلګونو ملاتړو او غړو نن د جمعې په ورځ ( سلواغې ۵ مه) د غزني ولایت په مرکز کې د جمعې له لمانځه وروسته په افغانستان کې د اوربند د ټینګیدو او سولې په ملاتړ لاریون وکړ.

دا لاریون، چې د غزني د ښار د خاتم المرسلین د جومات څخه پیل شو د دغه ښار د کابل - کندهار څلور لارې سره پای ته ورسید.

لاریون کوونکو " جنګ بس دی، سوله غواړو، اوربند، اوربند " شعارونه ورکول.

لاریون کوونکو په افغانستان کې روانه جګړه د ټولو ناخوالو زیږنده بلله او په جګړه کې د ښکیلو خواو څخه يې وغوښتل، چې جنګ بند کړي او سوله وکړي.

د سولې د ولسي حرکت یو غړي احمد ضیا صدیقي د دغه لاریون د هدف په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په افغانستان کې د جګړې اصلي قربانیان ملکي وګړي دي او هغوی له جګړې زیان ویني.

هغه وویل، چې د دغه لاریون پواسطه له ښکیلو خواو غواړي، چې اوربند وکړي.

ښاغلي صدیقي هیله وښوده، چې وسله وال طالبان به یې د اوربند غوښتنه ومني او په سوله ییز ډول به روانې جګړې پای ته رسیدلو لاره چاره ولټوي.

د سولې ولسي حرکت غړو له دې وړانډې هم په کندهار، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د سولې او اوربند په ملاتړ لاریونه کړي دي.

د سولې ولسي حرکت غړو، چې دمخه د هلمند د سولې د کاروان په نوم یادیدل، دروان لمریز کال د غوایي په ۲۳ مه د هلمند د ولایت د مرکز لښکرګاه له ښار څخه کابل ته پلی مزل پیل کړی وو، چې د خپل مزل پر ۳۷ مه ورځ دغه ښارته ورسیدل.

د سولې د ولسي حرکت غړي په کابل کې د ۵۳ ورځو تیرولو وروسته د زمري په۱۹ مه له دغه ښار څخه د بلخ ولایت ته لاړل او پر لار د ۳۶ ورځو مزل وروسته مزارشریف ته ورسیدل.

د بلخ وروسته دغه حرکت خپل پروګرام بدل کړ او د پلي مزل پرځای یې په ښارونو کې د سولې په ملاتړ لاریونونو بندوبست پیل کړ، چې دا لړۍ یې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ په ښار کې د یو ستر لاریون پواسطه پیل کړه.

د دغه حرکت تنظیموونکي وايي، په نورو ښارونو کې د لاریونونو پلان هم لري.

XS
SM
MD
LG