د لاس رسي وړ اتصالات

په دریو ښارونو کې د اوربند د ټینګیدو په ملاتړ لاریونونه شوي


د جلال اباد په ښار کې د سولې په ملاتړ لاریوون کوونکو له ښکیلو غاړو د اوربند د ټینګیدو غوښتنه کوله.
د جلال اباد په ښار کې د سولې په ملاتړ لاریوون کوونکو له ښکیلو غاړو د اوربند د ټینګیدو غوښتنه کوله.

د " سولې ولسي حرکت" په نوم د مدني ټولنې د ادارو په سلګونو غړو نن د پنجشنبې په ورځ ( مرغومې ۲۷ مه) د افغانستان په دریو ښارونو جلال اباد، خوست او کندهار کې د سولې روانو هڅو او په جګړه کې د ښکیلو غاړو ترمنځ د اوربند د ټینګیدو په ملاتړ لاریونونه کړي دي.

د ننګرهار ولایت مرکز د جلال اباد ښار کې نن د "سولې د ولسي حرکت" شاوخوا درې نیم سوه غړو د سولې خبرو د پرمختګ او د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند د ټینګیدو په ملاتړلاریون وکړ.

لاریون د ننګرهار له امنیه قوماندانۍ پیل او پښتونستان واټ پورې دوام وکړ.

لاریون کوونکو د سولې شعارونه بدرګه کول.

لاریون کې د سولې سندره غږېده او خلکو هم ورسره بدرګه کوله چې " امن غواړو، امن غواړو".

لاریون کوونکو په لاسونو کې د " سوله غواړو. اوربند غواړو. جګړه بس کړئ" شعارونه هم لېږدول.

د دغه لاریون ډیر ګډون کوونکي د هغو کورنیو غړي وو، چې په روانه جګړه کې یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي دي.

د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکي جرنیل زمیندار چې د جګړو له وېرې یې له خپلې سیمې جلال اباد ته کډوال دی او دغه لاریون کې یې برخه اخیستې وه امریکا غږ ته وویل " موږ نور هیڅ نه غواړو، یوازې سوله غواړو. موږ نور مه وژنئ، زه له خپل کوره دا څو کاله کېږي راوتلی یم او د پردۍ کوټه کې ناست یم، که جنګ نه وای ما به ژوند کړی وای."

د لاریون یو بل ګډونوال ناصر خان ناصري خبریالانو ته وویل " کله چې له هلمند څخه د سولې ولسي حرکت پیل شو نو دنیا ته مو وښوده چې موږ امن غواړو. اوس موږ هم دلته دا حرکت پیل کړ، ولسوالیو ته ورځو او د امن غوښتنه کوو."

لاریون کوونکو یو اوه مادییز پرېکړه لیک هم رسنیو ته ولوست چې پکې د سولې او اوبند غوښتنه شوې وه.

د سولې ولسي حرکت، چې دمخه د هلمند د سولې کاروان په نوم یادیده، د ننګرهار سربیره په کندهار او خوست په ولایتونو کې هم نن د پنجشنبې په ورځ د ورته لاریونونو بندوبست کړی وو.

د امریکا غږ اشنا راډیو د خبریالانو د راپورونو له مخې په کندهار او خوست ولایتونو کې هم په دغو لاریونونو کې د سولې او د ښکیلو خواو ترمنځ د اوربند د ټینګیدو په ملاتړ شعارونه ورکول کیدل.

XS
SM
MD
LG