د لاس رسي وړ اتصالات

سلګونه تازه سرتیري د کومانډو ځواکونو په لیکو کې زیاتیږي


د افغانستان کماندو ځواکونه د ترهګرۍ ضد ځانګړو عملیاتو کې ډېر ستایل شوي دي
د افغانستان کماندو ځواکونه د ترهګرۍ ضد ځانګړو عملیاتو کې ډېر ستایل شوي دي

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي د راتلونکي کال په پیل کې ۱۵۰۰ تازه دم سرتیري د افغان کومانډویانو په لیکو کې ورګډ شي.

د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندانۍ وايي دا کار د افغان ځواکونو د شمیر د زیاتولو او د هغوی د وړتیا د لوړولو لپاره کیږي.

دغې قوماندانۍ په یو بیان کې ویلي، چې تیر کال ۲۵۰۰ افغان کومانډویانو ته په مختلفو پوځي برخو کې ځانګړې روزنې ورکړل شوي او د افغان کومانډویانو د روزنې په دریمه دوره کې به یو نیم زر نورو سرتیرو ته روزنه ورکړل شي.

د قاطع ملاتړ ماموریت، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن له قوله ویلي "دغه افراد چې د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې شاملیږي، په چټکۍ سره په دغه هیواد کې دننه او بهر شهرت ته رسیږي".

نیکلسن دغه راز ویلي "هغوی (افغان کومانډویان) نن په افغانستان کې تر ټولو ویروونکي او د درناوي وړ ځواکونه دي او د ځانګړو عملیاتو لپاره په سیمه کې تر ټولو ښه ځواکونه دي".

د افغان کومانډویانو د وړتیاو د لوړولو لپاره، دوی ته پرمختللې پوځي روزنې ورکول کیږي چې پر وینا یې "له طالبانو سره په مخامخ کیدو سره به هیڅ کله ماتې و نه خوري".

د افغان چارواکو پر وینا ځانګړي ځواکونه د تروریستي ډلو په ځپلو کې ګټور ثابت شوي او په اوس وخت کې اکثره یرغلیز او سخت عملیات د افغانستان د کومانډویانو له خوا ترسره کیږي.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي "دښمن د کومانډویانو له غوسې څخه ویریدلی دی". له دې وړاندې د افغان کومانډویانو شمیر نږدې ۱۸زرو ته رسیده، چې په دوو لواګانو او لسو کنډکونو کې یې فعالیت کوه.

خو د دغو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال بسم‌الله وزیري پر وینا، اوس د کومانډو ځواکونو په تشکیلاتو کې د ملي اردو دوه ضربتي لواګانې ورزیاتې شوي او د دغو ځواکونو شمیره به دوه برابره لوړه شي.

XS
SM
MD
LG