د لاس رسي وړ اتصالات

لاریونکوونکو ننګرهار کې داعش ضد عملیات وغوښتل


لاریونکوونکو د داعش ، پاکستان، او طالبانو پر ضد شعارونه ورکول کول.
لاریونکوونکو د داعش ، پاکستان، او طالبانو پر ضد شعارونه ورکول کول.

دننګرهار په ولایت کې سلګونو کسانو دیوه لاریون په ترڅ کې پر حکومتي لوړپوړو چارواکو غږ وکړ،چې په دغه ولایت کې دې پراخ پوځي عملیات پیل کړي او هغه کسان دې له دندو لرې کړي،چې دشینوارو په ولسوالیو کې یې دعملیاتو پر مهال سستي کړې ده .

ددغه لاریون، بندوبست د ننګرهار دولایتي شورا له خوا شوی واو تر ۵۰۰ کسانو پکې ګډون کړی و.

دغه لاریون، په جلال اباد ښار کې د ننګرهار د ولایتي شورا له انګړه پیل او دپېښتونستان واټ کې پای ته ورسېد.

لاریونکوونکو پکې د داعش ، پاکستان، او طالبانو پر ضد شعارونه ورکول کول.

دلاریون یو تنظیموونکي او ننګرهار د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري وویل"مونږ دهغو کسانو برطرفه کېدل غواړو،چې دشینوارو په عملیاتو کې ناکام شوي او هم په دغه ولسوالیو کې دطالبانو او داعش خلاف دبیا ځلې عملیاتو غوښتنه کوو. مونږ له حکومت څخه په سرخرود ولسوالۍ کې دهغو چورلکو دکېناستو په اړه هم وضاحت غواړو ګمان کېږي، داعشیان یې ښکته کړي دي".

زمری وايي له امنیتي ځواکونو په کلکه ملاتړ کوي او هېله یې داده ،چې په رهبرۍ کې یې تغیرات راشي.

دلاریون یو بل ګډونوال نوراغا نوراني وویل " مونږ نور دسرونو پرېکول نه شو زغملی او داعش وي که طالب له دې خاورې یې ویستل غواړو".

لاریون کونکو دځمکو دغاصبینو او مافیايي کړیو پر وړاندې هم شعارونه ورکړل او له حکومت څخه یې وغوښتل،چې دغه ډول خلک مجازات شي.

خو دننګرهار ولایتي اداره وايي،چې په شینوارو کې لاهم ځمکني او هوايي عملیات دوام لري او تر هغې به یې پای ته نه رسوي،چې ددولت مخالفین یې نه وي ځپلي .

دوالي ویاند عطاء الله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل،چې په سرخرود کې دچورلکو دناستې داعا په اړه یې څېړنې روانې دي.

دغه لاریون پر داسې مهال کېږي،چې دننګرهار په اچین څېرمه ځینو نورو ولسوالیو کې دداعش فعالیتونه دپخوا په پرتله زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG