د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش له خبرداري وروسته ننګرهار کې یو شمېر ښونځي وتړل شول


ننګرهار ولایت کې د تودو سیمو د نورو ولایتونو د ښوونځیو په څیر زده کوونکي د غبرګولی په نیمایي کې رخصتیږي.
ننګرهار ولایت کې د تودو سیمو د نورو ولایتونو د ښوونځیو په څیر زده کوونکي د غبرګولی په نیمایي کې رخصتیږي.

وروسته له هغې چې د داعش وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې په ننګرهار کې د انجونو پر ښوونځیو د ممکنه بریدونو خبرداری ورکړ، د دغه ولایت د پوهنې ریاست په ولایت کې ټول ګرمسیر ښوونځي د عمومي رحخصتیو څو ورځې وړاندې رخصت کړي دي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست یوې سرچینې امریکا غږ ته دغه مسله تایید کړې او ویلي دي، چې سر له نن ورځې(د غبرګولی ۱۵ مې) څخه یې زده کوونکي رخصت کړي دي، خو د دغه ولایت د سړو سیمو ښوونځي پرانیستي دي.

د اسلامي دولت یا داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د خلافت په نوم له خپلې سیمه ییزې را‌‌‌‌‌‌ډیو څخه شنبې په ماښام په ننګرهار کې د انجونو پر ښوونځیو د بریدونو خبرداری ورکړی وو.

همداشان دغې ډلې په ټولنیزو پاڼو هم دغسې ګواښونه خپاره کړي دي.

داعش ډلې په دغو اعلامیو کې ویلي، چې د نجونو په ښوونځیو ځکه بریدونه کوي، چې بهرني ځواکونونه په هسکه مېنه او یو شمېر نورو ولسوالیو کې ملکي وګړي او مهاجرين په نښه کوي؛ ځکه نو دوی به هم د انجونو ښوونځي په نښه کړي.

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسول محمد اصف شینواري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په ځینو ښوونځیو کې د کلنۍ ازموینې ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډېر کم مضامین پاتې دي، چې د ازمینو د بشپړیدو وروسته زده کوونکي کلنۍ رخصتي هم کوي، خو دغه ریاست د ممکنه خطر له امله دغه پاتې ازموینې ځنډولي دي او د انجونو او هلکانو د تودو سیمو ټول ښوونځي یې رخصت کړي دي.

نوموړي وویل چې پاتې ازموینې به د کلنۍ رخصتۍ د پای ته رسیدلو وروسته واخیستل شي.

د افغانستان د نورو ګرمسیرو سیمو په څیر په ننګرهار کې هم معمولآ ښوونځي د غبرګولی په نیمايي کې د دریو میاشتو لپاره رخصتیږي.

جلال اباد کې د هلکانو د تجربوي لېسې یو زده کوونکي حسیب الله امریکا غږ ته وویل: زه نه وم خبر خو چې سهار لېسې ته راغلم نو دروازه یې کلف شوې وه، یو څو نور کسان هم راغلي وو، ملازم وویل چې خطر دی بېرته کورونو ته لاړ شئ.

دا لومړی ځل دی چې داعش وسله وال په ننګرهار کې د انجونو پر ښوونځیو د بریدونو خبرداری ورکوي.

غني خېلو کې د نجونو ښوونځي کې چاودنه

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې نن سهار وختي

د غني خیلو ولسوالۍ د شیرګړ د نسوانو ښوونځي کې چاودنه شوې چې زیان نه لري.

هغه وايي چاودنه سهار نږدې اته بجې هغه مهال رامنځ ته شوې چې زده کوونکي ښوونځیو ته نه وو ورغلي.

ننګرهار ولایت ۹۰۲ ښونځي لري، چې ۶۵۰ یې په ګرمو سیمو کې او پاتې یې د دغه ولایت په سړو سیمو کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG