د لاس رسي وړ اتصالات

په سلگونو مهاجر له لبنان نه بیرته سوریې ته تللي دي


په سلگونو سوري مهاجر د شنبې په ورځ په بسونو کې له لبنان نه خپل هیواد ته ستانه شول، خو ملگري ملتونه وایي چې تر اوسه په سوریه کې د مهاجرو د بیرته ستنیدو لپاره شرایط سم ندي برابر شوي.

د رپوټونو له مخې سوري مهاجر چې هیواد ته ستنیږي په هغو سیمو کې میشت کیږي چې جگړې په کې پای ته رسیدلي دي.

د سوریې دولتي تلویزیون ویلي دي چې نن د شنبې د ورځې (جولای ٢٨) تر پایه به شاوخوا ١٢٠٠ سوري مهاجر له لبنان نه هیواد ته ستانه شي.

اوسمهال په لبنان کې څه دپاسه یو میلیون سوري مهاجر ژوند کوي چې د کورنۍ جگړې په نتیجه کې مهاجر شوي دي.

د سوریې په اوه کلنه جگړه کې ددې هیواد اوه میلیونه وگړي د گاونډیو هیوادونو په گډون نورو هیوادونو ته مهاجر شوي او پنځه میلیونه نور دننه په هیواد کې له خپلو کورونو بیځایه شوي دي.

لبناني سیاستوالو ویلي دي چې د سوریې حکومت اکثر له لاسه ورکړې سیمې بیرته نیولي دي او سوري مهاجر باید له دې هیواد ووځي.

د لبنان نه سوریې ته د مهاجر ډله ییز بیرته ستنیدل یوه اونۍ وروسته له هغې پیل شول چې د سوریې او روسیې لوړپوړو مقاناتو د لبنان په مرکز بیروت کې د لبناني مقاماتو سره د سوري مهاجرو د بیرته ستنیدو په پلان خبرې وکړې.

پدې ترڅ کې ملگرو ملتونو ویلي دي چې د سوري مهاجرو د بریته تگ لپاره تر اوسه شرایط سم ندي اماده شوي.

XS
SM
MD
LG